نیپال بیا زورورې زلزلې لسګونه کسان وژلي

نیپال په نړۍ کې هغه سیمه ده، چې تر ډېره پکې زلزلې کېږي. په ۱۹۳۴ کال د پلازمېنې پراخه سیمې د زلزلې له کبله ویجاړې شوې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نیپال په نړۍ کې هغه سیمه ده، چې تر ډېره پکې زلزلې کېږي. په ۱۹۳۴ کال د پلازمېنې پراخه سیمې د زلزلې له کبله ویجاړې شوې.

په نیپال کې له هغې خونړۍ زلزلې دوه اونۍ وروسته، چې لږترلږه ۸۰۰۰ کسان یې ووژل، یوځل بیا ۷،۴ درجې زلزله شوې، چې لږترلږه ۶۵ کسان یې وژلي او نژدې ۲۰۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

ژغورندویه ډلې له کنډوالو د زلزلې قربانیان او ژوبل کسان راوباسي.

د دغې زلزلې له کبله په هند کې هم د لږترلږه ۱۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

پر همدې مهال، نیپال کې د یوې تري تم شوې امریکايي چرولکې لټون روان دی، چې اته کسان پکې سپاره وو.

دوه اونۍ وړاندې هم ورته زلزلې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۱۴ زرو ډېر نور یې ژوبل کړل.

د زلزلې شدت د هند او بنګله دېش په ځینو سیمو کې هم احساس شوی دی.

دغه زلزله د سې شنبې په ورځ په ځايي وخت، غرمه مهال ۱۲:۳۵ وشوه.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې ویلي، دغې زلزلې دوه دقیقې دوام وکړ، چې مرکز یې ایورسټ غرونو ته څېرمه ښودل شوی.

د زلزلې له پیلېدو خلک کتماندو کې کوڅو ته راووتل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د زلزلې له پیلېدو خلک کتماندو کې کوڅو ته راووتل

د عکس سرچینه، BBC World Service

دوه اونۍ وړاندې د ریختر په کچه ۷،۸ زلزلې تر اتو زرو ډېر کسان ووژل.

د سې شنبې ورځې زلزلې خلک سخت ووېرول او له خپلو مېشت ځایونو وتښتېدل.

وړاندې زرګونه نیپالیان له پلازمېنې کتماندو نه د زلزلې له کبله تښتېدلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

زلزله په نوي ډیلي کې هم احساس شوې چې کارکوونکي یې له خپلو دفترونو وتلو ته اړ کړل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، زلزله په نوي ډیلي کې هم احساس شوې چې کارکوونکي یې له خپلو دفترونو وتلو ته اړ کړل

رپوټونه وايي، تازه زلزله ایورسټ غرونو ته څېرمه په نمچي بازار ښار کې ډېره احساس شوې ده.

د مخکینۍ زلزلې مرکز له پلازمېنې کتماندو ۸۳ کیلومتره لیرې، د چین پولې ته څېرمه په کلیواله سیمه کې و.

په نیپال کې له یوې مرستندویه سازمان سره د بي بي سي ملګری شوی خبریال وايي، زلزله د ډېر وخت لپاره احساسېده، چې په لړ کې یې له غره نه خلک د تیږو د راښویېدو شاهدان وو.

نیپال په نړۍ کې هغه سیمه ده، چې تر ډېره پکې زلزلې کېږي. په ۱۹۳۴ کال د پلازمېنې پراخه سیمې د زلزلې له کبله ویجاړې شوې.

د زلزلې په احساسولو سره زرګونه نیپالیان له استوګنځایونو ووتل.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زلزلې په احساسولو سره زرګونه نیپالیان له استوګنځایونو ووتل.