د نیپال اغېزمنو ته مرستې ګمرکونو کې بندې پاتې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service
ملګري ملتونه نیپالي چارواکي هڅولي، چې د زلزلې له کبله اغېزمنو شویو وګړو ته له بهره استول شوې مرستې په کتماندو کې د ګمرکونو له بنده راوباسي.
ملګري ملتونه وايي، د نیپال زلزلې ځپلو لپاره له بهره استول شوې مرستې د کتماندو په ګمرکونو کې بندې پاتې دي.
دغه سازمان له نیپالي چارواکو غوښتي، چې دغه مرستې له ګمرکونو ژر راوباسي او اړمنو ته ورسولې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې والیري آموس ویلي، نیپال باید دغه بشري مرستې ژر خوشې کړي.
په نیپال کې له ۷.۸ درجې زلزلې یوه اونۍ وروسته د کتماندو پر هوايي ډګر د مرستو امبارونه پراته دي.
په دې زلزله کې لږترلږه ۶۸۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی، خو چارواکي وايي، د مړو او ټپیانو شمېر شاید ډېر شي.
اداري اجرآت

د عکس سرچینه، BBC World Service
بارونا آموس د شنبې په ورځ وویل، د نیپال لومړي وزیر سوشیل کوریالا ته یې ویلي، چې نیپال په ۲۰۰۷ کال له ملګرو ملتونو سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړی، چې پربنسټ به یې په ګمرکونو کې د مرسته شویو توکو د ژر آجراتو لړۍ چټکه کوي:
"لومړي وزیر ژمنه وکړه چې دا کار به کوي، موږ هیله لرو چې سر له اوسه به په اداري اجرآتو کې د چټکتیا شاهدان یو".

د عکس سرچینه، BBC World Service
په نیپال کې د ملګرو ملتونو استازي جیةي ماګولډرک ویلي، د نیپال حکومت "باید په ګمرکونو کې عادي اجرآت ونه کړي. موږ چټکو اجرآتو ته اړتیا لرو".
د ملي مرستو د برخې مسؤول رامسشاور دانګال ویلي، ګڼ هغه خلک د هوا له لارې د مرستو رسېدو ته سترګې په لاره دي.
په نیپال کې د ناسمې هوا او ځمکې خرابېدو له کبله لیرو غرنیو سیمو ته د ژغورنې او مرستو رسولو لړۍ اوعملیات له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي، هلته د توکو د لېږد او ژغورنې یوازې ۲۰ چورلکې په کار بوختې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
نیپال نیوکه کوي، چې ګني د بهرنیو مرستو کچه کمه شوې ده.
د مالیې وزیر رام شاران ویلي "موږ یوازې د کبانو د غوښې او مایونیز په څېر شیان ترلاسه کوو. دا موږ ته څه ګټه لري. موږ غنمو، مالګې، خوږو او خوړو ته اړتیا لرو".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د نیپال په لرې سیمو کې لاهم د زرګونو وګړو وضعیت ناڅرګند دی.
اټکل دی، چې په لرې او غرنیو سیمو کې د ژغورنې او موندنې پر عملیاتو سربېره د مړو شویو او اغېزمنو شویو وګړو شمېر ډېر شي.
که څه هم زلزلې تر ډېره په نیپال کې مرګ ژوبله واړوله، خو په ګاونډیو هند، چین او بنګله دېش کې هم د زلزلې له کبله تر اوسه ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








