نیپال د زلزلې د قربانیانو په یاد ۳ ورځې ملي ویر اعلان کړی

د عکس سرچینه، AP
نیپال د هغې خونړۍ زلزلې د قربانیانو په یاد درې ورځې ملي ویر اعلان کړی، چې تر ۵ زرو ډېر خلک پکې ووژل شول او تر اتو میلیونو ډېر وګړي یې زیانمن کړل.
د نیپال لومړي وزیر سوشیل کویرالا ویلي "حکومت د همکاریو لپاره تر خپلې وسې هڅه کړې ده، خو موږ د دغه ناورین د دقیق زیان څرک نه شو لګولی".
د ژغورنې عملیات په همالیا کې لیرو سیمو ته د مرستو رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
تېزو بارانونو زرګونه کسان له لویو ستونزو سره مخامخ دي، چې د څلورمې ورځې لپاره زلزله ځپلي تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې پاتې شول.
د واورې ښویېدل
ملګري ملتونه اټکل کوي، د ریختر په کچه د ۷،۸ درجې زلزلې له کبله په ۳۹ ولایتونو کې نژدې اته میلیون وګړي زیانمن شوي.
د ایورسټ غرونو په شاوخوا کې لږترلږه ۱۸ غر ختونکي هم په هېواد کې د زلزلې د څپو او په پایله کې د واورې ښویېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
کویرالا په تلویزیوني وینا کې ویلي "په دې غمیزه کې مو سپین روبو او ماشومانو په ګډون د نیپالیانو، خویندو او وروڼو او زموږ د بهرنیو وژل شویو وروڼو او خویندو په وژل کېدو درې ورځې رسمي ویر اعلان کړ".
نوموړی زیاتوي: "د ژغورنې ډلې او مرستندویان د نړۍ له ګوټ ګوټ نه زموږ مرستې ته راغلي، خو د هېواد غرنیو سیمو ته په کتلو سره، د ژغورنې او همکارۍ ډلې له ستونزو سره مخامخ کړې دي".

د عکس سرچینه، AP
"خواړه او اوبه"
د نیپالي حکومت ویاند بي بي سي ته ویلي "چورلو په لیرو سیمو کې خېمې، وچه ډوډۍ او درمل غورځولي دي، خو ډېرو لیرو سیمو ته رسېدل ناممکن دي".

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، .








