د نیپال زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۴۰۰۰ اوښتی

د عکس سرچینه، BBC World Service
په نیپال کې چارواکو د زلزلې د قربانیانو شمېر لږترلږه ۴۰۰۰ کسان اعلان کړی، زرګونو کسانو تر شنه اسمان لاندې دویمه شپه تېره کړې ده، خو پلازمېنه کتماندو کې د بې ځایه شویو لپاره د لنډمهالې سرپناه ځایونه جوړ شوي دي.
د نیپال د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر رامشور دانګل ویلي، په زلزله کې د ټپیانو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی دی.
د نیپال په ګاونډیو چین او هند کې هم د لسګونه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
ګڼ وګړي خپلو کورونو ته له ستنېدو وېره لري، چې ګني بیا زلزله ټکان ورنه کړي.
پلازمېنه کتماندو کې تر کنډوالو لاندې د ژغورنې عملیات په چټکۍ سره دوام لري.
د مرستو ژمنې
امریکا: یوسایډي ویلي، د نیپال له زلزلې ځپل شویو سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان شوې او د ژغورنې ډله به هلته واستوله شي
چین: د ژغورنې ډله نیپال ته رسېدلې ده
هند: په طبي توکو او ګرځنده روغتون سمبالې ځینې الوتکې نیپال ته استول شوې، او د طبعي پېښو پروړاندې۴۰ کسیزه ډله هم استول شوې ده
بریتانیا: له پنځو میلیون پاوڼډو مرستې سره د بشري مرستو اته غښتلې ډلې استول شوې
پاکستان: څلور سي ۱۳۰ ډوله الوتکې، چې ۳۰ بستریز ګرځنده روغتونونه پکې دي، له ډاکټرانو او مسلکي کسانو سره د نیپال ښاري سیمو ته استول شوې دي، په خوړو، خېمو او کمپلو سمبالې د ژغورنې ډلې هم تللې دي
ناروې: ۳،۹ میلیون ډالر بشري مرسته اعلان کړې
جرمني، اسپانیا، فرانسې، اسرائیلو او اروپايي ټولنې هم د همکاریو ژمنې کړې دي

د عکس سرچینه، n

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AP
په داسې حال کې چې د نیپال زلزله کې د وژل شویو خلکو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ ته رسېدلی، په دې هېواد کې د زلزلې ځپلو سیمو لپاره د ژغورنې عملیات چټک شوي دي.
دا په تېرو ۸۰ کلونو کې نیپال کې تر ټولو سخته زلزله ده.
د نیپال چارواکو ویلي، لاهم د ګڼو ودانیو په کنډوالو کې یوشمېر کسان شته، چې په وینا یې شاید د قربانیانو شمېر څو برابره لوړ شي.
په هند، بنګله دېش او تبت او ایورسټ غره ته څېرمه سیمو کې د واورې ښویېدو له کبله یوشمېر کسان وژل شوي.
چین د ژغورنې ۶۲ کسیزه ډله استولې، هند هم په طبي توکو او مرستو بار ځینې الوتکې نیپال ته استولې دي.
نړیوالو مرستندویو ټولنو، هم ځپل شویو سیمو ته د مرستو رسولو ژمنه کړې ده.
د ریختر په کچه د نیپال زلزلې شدت ۷،۹ اټکل شوی دی.
د نيپال د معلوماتو وزیر د لا زیاتو زیانونو په اړه خبرداری ورکړی او وايي:'' موږ د نړیوال سازمان ملاتړ ته اړتیا لرو چې د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ وکولی شو له دې بېړني حالت نه ځان وباسو.''
پر نیپال سربېره هند کې هم د سختې زلزلې له کبله ځاني او مالي تاون اوښتو په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
د نیپال د معلوماتو وزیر مندرا ریجال بي بي سي ته ویلي، چې د زلزلې د دقیق مرکز په اړه او شاوخوا سیمو کې د اوښتو زیانونو په تړاو څېړنې کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني عبادت ځایونو او د نورو نړیدلیو ودانیو انځورونه خپاره شوي.
د امریکا د ځمکپېژندنې مرکز د سروې پر بنسټ د دغې زلزلې کچه د ریختر په اساس ۷،۹ وه او مرکز یې د پوکارا ختیځ ۸۰ کیلومترۍ سره د کتماندو لوېدیځ ښودل شوی.
پوکارا د نیپال دویم لوی ښار دی.
دغه سیمه د نیپال پلازمېنه کتماندو لویدیځې خوا ته موقعیت لري. په ټولنیزو رسنیو کې د نړېدلو ودانیو انځورونه خپریږي، خو تر دې دمه په ټولیز ډول د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د نیپال له هوايي ډګرونو نه الوت باندې بندیز لګېدلی.
نیپال کې د راډیوګانو له لارې له خلکو غوښتل شوي چې له خپلو کورونو بهر شي ځکه چې د لا لویو ټکانونو نښې څرګندې شوې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Sheelendra Shakya

د عکس سرچینه، AFP
د عیني شاهدانو په وینا، خلک اوس هم لا په تېښته دي د امبولانسونو غږ اورېدل کېږي او دولتي چورلکې په فضا کې چورلېږي.
د زلزلې خوځښت په پاکستان، هند او بنګله دیش هم احساس شوی.

د عکس سرچینه، epa
په نوي ډیلي کې د بي بي سي خبریال وايي، په ښار کې د زلزلې سخت خوځښت احساس شوی.
د دوی په وینا نیپال سره نژدې د هندوستان سیمو کې دوه ځلې د زلزلې ټکان احساس شوی.
د دوی په وینا، د نوي ډیلي په ځینو سیمو کې خلک د لوړو ودانیو ځڅه واټونو ته را کښته شوي دي خو مالي او ځاني زیان په اړه لا معلومات نه دی خپاره شوي.
خو په نیپال کې د یو شمېر و دانیو د نړېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

د عکس سرچینه، epa

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Other








