"د نیپال زلزلې مرکز ته نژدې سیمې بېخي ویجاړې شوې دي"

د عکس سرچینه، BBC World Service
په سیمې کې د سره صلیب خیریه کارکوونکي وايي د نیپال د زلزلې مرکز ته نژدې ښارګوټي او کلي "تقریباً بېخي ویجاړ شوي دي".
د ارزونې ډلې وايي له پېښې ژوندي پاتې خلک په ډېر خوار وضعیت کې دي.
نیپالي چارواکي وایي په دغې زلزلې کې څه باندې ۶۲۰۰ کسان مړه او نژدې ۱۴۰۰۰ ټپیان شوي دي.
خو د زرګونو نورو کسانو برخلیک چې په لرې پرتو سیمو کې ول ناڅرګند پاتې دی او دولت هم د مړو د شمېر د ډېرېدو خبرداری ورکوي.

د عکس سرچینه، AFP
سره له دې چې نړېوالې مرستندویه او نیپالۍ ډلې په پلازمېنې کتماندو او شاوخوا سیمو کې د مرستو په رسولو بوختې دي، د ځمک- ښوېدنې او خرابې هوا د لرې پرتو سیمو نښلوونکي سړکونه او لیکې شلولي او هر ډول مرسته ننګوي.
یوه لاره چې د مرستو رسول د څرخي الوتکو په مټ دی هم د الوتکو د کمۍ له امله ټکنۍ شوې.
د پنجشنبه په ورځ یو پنځلس کلن هلک او یوه مېرمن وروسته له پنځو ورځو د خاورو له لاندې راواېستل شول چې ډېرو خلکو ته یې د دې تمه پیدا کړه چې کېدای شي ځینې نور کسان هم ژوندي پاتې وي.




