د بریتانیا په ټاکنو کې تر دې دمه محافظه کار ګوند مخکښ دی

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا په پارلماني ټاکنو کې د محافظه کار ګوند لومړی وزیر ډیویډ کامرون د یوې بلې دورې لپاره له نورو ګوندونو مخکښ دی.
له نیمايي زیاتې رایې شمیرل شوې، او د همدې شمېرل شویو رایو له مخې محافظه کار ګوند په پارلمان کې د تیر په پرتله زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي. خو دغه ګوند لا هم په پارلمان کې د غوڅ اکثریت لپاره څوکۍ نه لري.
د مخکښ اپوزیسیون کارګر ګوند مشر ایډ میلیبنډ اعلان شوې پایلې ناهیله وونکې او سختې بللې دي.
هغه ویلي، د ده ګوند په دې پاتې راغلی، چې په انګلستان کې په ټاکنو کې لاسته راوړنه ولري.
ده زیاته کړې د ده ګوند په سکاټلنډ کې د نشنلیزم قربانی شوی.
د راتلونکي حکومت جوړښت پر دې پورې تړاو لري، چې مخکښ ګوند د پارلمان د غوڅ اکثریت څوکۍ پوره کړی او دې لپاره کېدای شي د بل ګوند سره ایتلاف وکړي.
په بریتانیا کې د پارلمان ۶۵۰ څوکیو ته عمومي ټاکنې ترسره شوې، چې له تېرو څو اونیو راهیسې چمتووالی ورته روان و او نژدې پنځو میلیونو کسانو د رای اچونې لپاره نوملیکنه کړې وه.
په دغو ټاکنو کې د سیمه ییزو شوراګانو د زرګونو څوکیو لپاره هم رای اچونه وشوه.
د ټول ټال ثبت شویو رای اچوونکو شمېر نژدې ۵۰ میلیونو ښودل شوی وو، چې ځینو برېښنايي رایې کارولې دي.
رای اچونه یې د بریتانیا پر وخت د ماسخوتن تر لسو بجو دوام وکړ.
پر عمومي ټاکنو سربېره، د سیمه ییزو شوراګانو د ۹۰۰۰ څوکیو لپاره هم په ۲۷۹ ټاکنیزو حوزو کې رای اچونه تر سره شوه.








