بریتانیا کې عمومي ټاکنې پيل شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
په بریتانیا کې د پارلمان ۶۵۰ څوکیو ته عمومي ټاکنې پیل شوې، چې له تېرو څو اونیو راهیسې چمتووالی ورته روان و او نژدې پنځو میلیونو کسانو د رای اچونې لپاره نوملیکنه کړې وه.
په دغو ټاکنو کې د سیمه ییزو شوراګانو د زرګونو څوکیو لپاره هم رای اچونه کېږي.
د ټول ټال ثبت شویو رای اچوونکو شمېر نژدې ۵۰ میلیونو ته رسېدلی، چې ځینو برېښنايي رایې کارولې دي.
رای اچونه به د بریتانیا پر وخت د ماسخوتن تر لسو بجو دوام وکړي، اټکل دی چې لومړۍ پایلې به د شپې تر نیمايي پورې په ډاګه شي، خو وروستۍ پایلې د جمعې پر ماسپښین اعلان شي.

د عکس سرچینه، PA
د راتلونکي حکومت جوړښت پر دې پورې تړاو لري چې کوم یو ګوند به په یوازې سر له نورو ګوندونو سره د ایتلاف په جوړولو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.
پر عمومي ټاکنو سربېره، د سیمه ییزو شوراګانو د ۹۰۰۰ څوکیو لپاره هم په ۲۷۹ ټاکنیزو حوزو کې رای اچونه پیل شوې. د ځینو ښارونو ښاروالان هم ټاکل کېږي.

د عکس سرچینه،
رای اچونه پر ځايي وخت د ګهیځ پر ۷ بجو پیلېږي او د شپې تر لسو بجو به دوام وکړي.
د لومړي ځل لپاره خلکو وکړای شو چې د انټرنېټ په مټ په ټاکنو کې نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو پرمهال ځینې خبري محدودیتونه لګول شوي، چې پربنسټ یې بي بي سي نه شي کولی داسې خبر یا راپور خپور کړي، چې د رای اچوونکو پر پرېکړې اغېز ولري.
د ۲۰۱۰ کال عمومي ټاکنو کې د رای اچوونکو کچه ۶۵ سلنه وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، په بریتانیا کې د ۲۰۱۰ کال له عمومي ټاکنو وروسته لومړی ایتلافي حکومت جوړ شو، ځکه چې هېڅ سیال ګوند د پارلماني اړینې څوکۍ ترلاسه نه کړې.
هر سیاسي ګوند چې د پارلماني ټاکنو ډېرې څوکۍ وګټي، مشر به یې نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي.








