د بریتانیا د نوې شهزادګۍ نوم رسمي شو

د بریتانیا نوې زېږېدلې شهزادګۍ نوم د مور او پلار له خوا یې د نفوس او احوالو د ثبت په دفتر کې ولیکل شو.
شهزادګۍ شارلټ څلور ورځې وړاندې د لندن په سېنت مېري روغتون کې وزېږېدله. شارلټ د شهزاده ویلیم دوهم اولاد دی. لومړی یې هلک دی چې جورج نومېږي.
د زوکړې په پاڼې کې د شهزاده ویلیم دنده « د بریتانیا شهزاده» او د مېرمن یې « دبریتانیا شهزادګۍ» لیکل شوې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د نوې زېږېدلې شهزادګۍ بشپړ نوم چې شارلټ الیزابت ډیانا کېښودل شو، هره یو نوم یې په شاهي کورنۍ کې پخوا هم ؤ. یلېزابت د اوسنۍ ملکې او د مور نوم یې ؤ، شارلټ د څو پخوانیو شهزادګیو او لږ تر لږه د یوې اوسنۍ شهزادګۍ منځنی نوم دی، خو ډیانا د نوې شهزادګۍ د پلارنۍ انا نوم ؤ چې په ۱۹۹۷ کال کې په فرانسې کې په یوې ترافیکي پېښې کې مړه شوه.
ویل کېږي ډیانا، د شهزادګۍ ډیانا په یاد د نوې ماشومې په نامه کې راوستل شوی دی.

د عکس سرچینه،
تر دې وړاندې چې شهزادګۍ شارلټ نړۍ ته راشي، د شاهي کورنۍ یو شمېر مینه وال د روغتون مخکې ټول شوي وو او ځینو خو آن شپې سبا کړې وې چې که وکړای شي له لومړنیو کسانو واوسي چې د شاهي کورنۍ نوی شهزاده یا شهزادګۍ وویني.
يوې نجلې او موریې چې د دوکانونو په دروازو کې یې شپه سبا کړې وه غوښتل چې که نجلۍ وزېږېده، نو نوم دې یې شارلټ کېږدي.
دا نه ده معلومه چې شهزاده ویلیم او مېرمن یې کېټ د سترګې په لارو خلکو خبره منلې که دا نوم یې له پخوا خوښ کړی ؤ.








