د برتانیا د بهرنیو چار وزیر استعفا کړې ده

د عکس سرچینه، AFP
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ له خپلې دندې استعفا کړې ده، خو وايي چې په حکومتي تشکیل کې به پاتې شي.
د محافظه کار ګوند یو بل وزیر کین کلارک هم له کابینې وتلی دی.
لومړی وزیر ډیویډ کامیرون د وزیرانو د بدلون په تړاو سلا مشورې کوي.
هېګ به په پارلمان کې تر ۲۰۱۵ کلونو پورې پارلمان کې پاتې شي.
له څه مودې راهیسې ډیویډ کامیرون د وزیرانو د بدلون اعلان کړی و، خو ښکاري چې اوس یې عملي کوي.
کین کلارک په ۱۹۷۰ کال د پارلمان مرستیال مشر شو، خو په اوسني حکومت کې بیا وزیر وټاکل شو.
کلارک وړاندې د کورنیو چارو او مالیې وزیر هم پاتې شوی.
درې ځلې یې د محافظه کاره ګوند په مشرۍ د لومړي وزیر کېدو هڅې کړې، خو درې وارې ناکام شوی دی.

د عکس سرچینه، AP
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي "خوښ یم چې په مشرانو جرګه کې مشر یم، او په ټوله برتانیا کې د محافظه کار ګوند د کاندید لپاره کمپاین وکړم. غواړم د سیاست په لومړي کتار کې خپل پاتې ژوند هم تېر کړم".
د وزیرانو د بدلون په دې لړۍ کې د وېلز چارو وزیر هم لیرې شوی، چې ایله دوه کاله پر دې څوکۍ پاتې شو.
د بي بي سي خبریال، د مشرانو جرګې اوسنی مشر نېک رابنسن له خولې وايي، د روغتیا مخکني وزیر اندرو لانسلي هم حکومت پرېښی دی.
رابنسن زیاتوي، اټکل دی چې ځینې نور وزیران هم په اوسني بدلون کې ځینې څوکۍ پرېږدي.








