د بريتانيا شهزاده وېليم او کېټ لور زيږېدلې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کېنزېنګټن ماڼۍ په وینا د بريتانيا د شهزاده وېليم او ډيچز اف کېمبرج (کېټ مېډلټون) لور زيږېدلې ده.
د راپورونو له مخې ماشومه شنبه (۲ مۍ) سهار ۸:۳۴ په سينټ مېري روغتون کې زيږېدلې او ويل کېږي د دواړو روغتيايي حالت ښه دی.
دا نوې زيږېدلې ماشومه د بريتانيا د ملکې يوه له پنځو کړوسيانو ده.

د عکس سرچینه، PA
په زرګونو کسان د روغتون مخې ته راغونډ شوي وو چې نوې زيږېدلې ماشومه وګوري.
تراوسه ددې ماشومې لپاره نوم نه دی غوره شوی، خو کېدای شي په نژدې راتلونکي يو له دغو نومونو اليکس، سټيله، روز او شارلټ ورته وټاکل شي.
د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کامېرون د ټويټر له لارې وېليم او مېرمنې ته يې د نوې ماشومې د زيږيدو له کبله مبارکي ورکړې ده.
دا نوې زيږېدلې ماشومه به د بريتانيا د تخت لپاره په څلور نمبر وي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، PA




