د چارلي ابدو یو رسام: د پیغمبر محمد کارتون نور نه رسموم

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسوۍ چارلي ابدو مجلې یوه مشهور کارتون رسموونکي ویلي، تر دې وروسته به د پیغمبر کارتون رسم نه کړي. په پام کې ده، چې رینالډ لوز په راتلونکو اونیو کې د خپلو رسمونو یو کتاب خپور کړي.
رینالډ لوزله فرانسوۍ "انروکس" مجلې سره په خبرو کې ویلي "نور د پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) کارتون نه رسموم".
د روان کال په لومړیو کې د "چارلي ابدو" مجلې پر دفتر خونړی برید وشو، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول.
ددغه برید پړه په منځني ختیځ کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې پر غاړه واخیسته.
دغې ډلې ویلي وو: "پر مجلې مو ځکه برید پلان او ترسره کړ، چې د پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) سپکاوی یې کړی و او موږ غچ ترې واخیست".
ددغې مجلې دفتر ته دوه وسله وال ننوتل او پر رسامانو او کارتون جوړوونکو یې ډزې وکړې.
لوز د مجلي پر مخکیني ایډیټر نیوکه کړې ده.




