د فرانسې د طنزي مجلې پر دفتر د برید انځورونه

وسله والو د فرانسې د چارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر برید کړی، دولس کسان یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي. په ظاهره برید اسلامپالو کړی دی.

وسله والو د فرانسې د چارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر برید کړی، دولس کسان یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي. په ظاهره برید اسلامپالو کړی دی.
د عکس تشریح، وسله والو د فرانسې د چارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر برید کړی، دولس کسان یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي. په ظاهره برید اسلامپالو کړی دی.
لږ تر لږه دوه مخ پټو بریدګرو د مجلې پر دفتر او سیمه کې پر پولیسو د کلاشنکوفونو ډزې وکړې او بیا په یوه موټر کې وتښتېدل.
د عکس تشریح، لږ تر لږه دوه مخ پټو بریدګرو د مجلې پر دفتر او سیمه کې پر پولیسو د کلاشنکوفونو ډزې وکړې او بیا په یوه موټر کې وتښتېدل.
د فرانسې ای ایف پي خبري اژانس راپور ورکوي چې په وژل شویو کې دوه پولیس هم شامل دي او د څو ټپي شویو کسانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.
د عکس تشریح، د فرانسې ای ایف پي خبري اژانس راپور ورکوي چې په وژل شویو کې دوه پولیس هم شامل دي او د څو ټپي شویو کسانو حالت هم نازک ښودل شوی دی.
په سیمه کې د بریدګرو د نیولو عملیات شروع شوي دي. پیل کې راپور ورکړل شوی و چې برید دوه کسانو کړی خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزنوف وروسته وویل چې دوی د دریو "مجرمینو" په لټه کې دي.
د عکس تشریح، په سیمه کې د بریدګرو د نیولو عملیات شروع شوي دي. پیل کې راپور ورکړل شوی و چې برید دوه کسانو کړی خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزنوف وروسته وویل چې دوی د دریو "مجرمینو" په لټه کې دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دې کې شک نه شته چې دا د ترهګرۍ "یو خورا ظالمانه" برید و.
د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دې کې شک نه شته چې دا د ترهګرۍ "یو خورا ظالمانه" برید و.
راپورونه وايي په برید کې د مجلې مدیر سټیفانې چاربونییر او څلور پېژندل شوي کارتون جوړونکي وژل شوي دي.
د عکس تشریح، راپورونه وايي په برید کې د مجلې مدیر سټیفانې چاربونییر او څلور پېژندل شوي کارتون جوړونکي وژل شوي دي.
ښاغلی چاربونییر ته چې ۴۷ کلن و، په تېر کې د مرګ ګواښونه شوي وو او ده د پولیس د محافظې لاندې ژوند کاوه.
د عکس تشریح، ښاغلی چاربونییر ته چې ۴۷ کلن و، په تېر کې د مرګ ګواښونه شوي وو او ده د پولیس د محافظې لاندې ژوند کاوه.
د فرانسې رسنیو د دریو نورو وژل شویو کارتون جوړونکو نومونه ولویسنکي، کابو او تګنوس ښودلي دي. راپورونه وايي برید د مجلې د دفتر د اوونیزې غونډې پر مهال شوی و.
د عکس تشریح، د فرانسې رسنیو د دریو نورو وژل شویو کارتون جوړونکو نومونه ولویسنکي، کابو او تګنوس ښودلي دي. راپورونه وايي برید د مجلې د دفتر د اوونیزې غونډې پر مهال شوی و.
د ګڼو ټپي شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د عکس تشریح، د ګڼو ټپي شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د اوونیزې طنزي مجلې دفتر په تېر کې څو ځلې پر لانجمنو خبرونو او مسایلو خپرونې کړې دي. لومړی ځل پرې د ۲۰۱۱ کال نومبر میاشت کې یوه ورځ وروسته له هغه بمي برید وشو چې دوی د حضرت محمد ص یو کارتون خپور کړ. د چارلي ابدو مجلې وروستی ټویټ د اسلامي دولت اورپکې ډلې مشر ابوبکر البغدادي یو کارتون و.
د عکس تشریح، د اوونیزې طنزي مجلې دفتر په تېر کې څو ځلې پر لانجمنو خبرونو او مسایلو خپرونې کړې دي. لومړی ځل پرې د ۲۰۱۱ کال نومبر میاشت کې یوه ورځ وروسته له هغه بمي برید وشو چې دوی د حضرت محمد ص یو کارتون خپور کړ. د چارلي ابدو مجلې وروستی ټویټ د اسلامي دولت اورپکې ډلې مشر ابوبکر البغدادي یو کارتون و.
د یوه عیني شاهد له خوا ثبته شوې ویډیو ښيي چې توره جامه په تن دوه وسله وال پر پیاده رو پروت یوه ټپي پولیس څنګ ته ځي. یو وسله وال په پولیس ډز کوي او وروسته بیا دواړه وسله وال د یوه تور ګاډي په لور ځغلي او موټر له سیمې بهر وباسي. راپورونه وايي بریدګرو له سیمې نه له تښتېدو وروسته بل ګاډي کې سپاره شوي دي.
د عکس تشریح، د یوه عیني شاهد له خوا ثبته شوې ویډیو ښيي چې توره جامه په تن دوه وسله وال پر پیاده رو پروت یوه ټپي پولیس څنګ ته ځي. یو وسله وال په پولیس ډز کوي او وروسته بیا دواړه وسله وال د یوه تور ګاډي په لور ځغلي او موټر له سیمې بهر وباسي. راپورونه وايي بریدګرو له سیمې نه له تښتېدو وروسته بل ګاډي کې سپاره شوي دي.
له برید وروسته پولیسو د فرانسې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې خپل امنیت ته پام وکړي. له کریسمیس لږه موده مخکې د څو پېښو له کبله فرانسه لا مخکې د اسلامپالو د بریدونو پر وړاندې د تیارسی په حالت کې و.
د عکس تشریح، له برید وروسته پولیسو د فرانسې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې خپل امنیت ته پام وکړي. له کریسمیس لږه موده مخکې د څو پېښو له کبله فرانسه لا مخکې د اسلامپالو د بریدونو پر وړاندې د تیارسی په حالت کې و.