د پاریس "چارلي ابدو" طنزي مجلې پر دفتر برید ۱۲ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د طنزي مجلې "چارلي ابدو" پر دفتر وسله وال برید شوی، چې ۱۲ کسان پکې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
فرانسوي چارواکي او عیني شاهدان وايي، وسله والو د مجلې پر دفتر ډزې وکړې او بیا پرې ورننوتل. په ظاهره برید اسلامپالو کړی دی.
برید کوونکو له کلاشنیکوفونو ګټه اخیستې او له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د بریدګرو د نیولو لپاره د پاریس په دغه سیمه کې عملیات پیل شوي دي.
دغې مجلې په ملنډو خبري رپوټونه او پېښې تر پوښښ لاندې راوستل.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP
یوه عیني شاهد ویلي: "دوه مخ پټي کسان له کلاشنیکوفونو سره ودانۍ ته ننوتل. څو دقیقې وروسته موږ د سختو ډزو غږونه واورېدل."
د فرانسې د ای ایف پي خبري اژانس راپور ورکړی چې په وژل شویو کې دوه پولیس هم شامل دي او د پنځو ټپي شویو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.
پولیسو فرانسوي رسنیو ته خبرداری ورکړی، چې د ځانونو خوندیتوب ته پام وکړي.
تر برید وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د چارلي دفتر ته ورغلی او برید یې په سختو ټکو غندلی دی.
نوموړي ویلي "دې کې شک نه شته چې دا یو ترهګریز برید و."
ښاغلي اولاند ویلي خلک "په ډېرې بې غیرتۍ وژل شوي دي. موږ ځکه ګواښل شويو چې هېواد کې ازادي لرو".
د بریتانیې لومړي وزیر ډېوېد کامرون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د پاریس وژنې بوږنونکې دي. موږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې او د بیان د ازادۍ په لاره کې د فرانسې له خلکو سره ولاړ یو".

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
د اوونیزې طنزي مجلې دفتر په تېر کې څو ځلې پر لانجمنو خبرونو او مسایلو خپرونې کړې دي. لومړی ځل پرې د ۲۰۱۱ کال نومبر میاشت کې یوه ورځ وروسته له هغه بمي برید وشو چې دوی د حضرت محمد ص یو کارتون خپور کړ.
د چارلي ابدو مجلې وروستی ټویټ د اسلامي دولت اورپکې ډلې مشر ابوبکر البغدادي یو کارتون و.
له کریسمیس لږه موده مخکې د څو پېښو له کبله فرانسه لا مخکې د اسلامپالو د بریدونو پر وړاندې د تیارسی په حالت کې و.








