د مصر لرې شوی ولسمشر مرسي په ۲۰ کاله بند محکوم شوی

د عکس سرچینه، AP
يوې مصرۍ محکمې پخوانی ولسمشر محمد مرسي، د خپلې واکمنۍ پر مهال د احتجاجيانو د نيولو او ربړولو د امر پر سر په ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی.
دا له هغه راهيسې چې دی له واکه لرې کړی شوی، لومړی حکم، او د هغو څو تورونو پر سر محاکمه ده، چې دی ورسره مخامخ دی.
ښاغلی مرسي د ۲۰۱۳ کال جولای کې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې له پراخو لاريونونو وروسته د پوځ له لوري له واکه لرې کړی شو.
له هماغه راهيسې د مصر واکمنو د نوموړي پر اخوان المسلمين غورځنګ بنديز لګولی، او زرګونه غړي او پلويان يې ځپلي او نيولي دي.
ښاغلی مرسي او د اخوان المسلمين ۱۴ نورې څېرې د احتجاجيانو د وژلو هڅولو له لا نور جدي توره په څنګ شوي، چې ښايي د مرګ له سزا سره په کې مخامخ شوي وی.
ډېری نورو تورنو کسانو ته هم د ۲۰ کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.
د مرسي پر وړاندې د محاکمې لړۍ
د محکمې دا قضيه د هغو تورونو پر سر د محاکمې يوه برخه ده چې، ښاغلی مرسي ورسره مخامخ دی. په دې تورونو کې:
- په يوه توطيه کې له بهرنيو اورپکو سره همکاري شامله ده، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې غوښتل د حسني مبارک پر وړاندې د پاڅون پر مهال د زندان ماتولو کې اسلام پالي په ډله ييزه توګه خوشي کړي
- جاسوسي، او د فلسطين حماس غورځنګ، د لبنان له حزب الله او د ايران انقلابي ګارد سره په ګډه په مصر کې د ترهګرو کارونو ترسره کول
- په دوحه کې مېشتې الجزيرې شبکې له لارې قطر ته د دولتي رازونو او حساسو سندونو په سپړلو له خطر سره د ملي امنيت مخامخول

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP
له ښاغلي مرسي سره محکومه شوې ډله د هغو نښتو پر مهال د يو خبريال او مخالفو احتجاجيانو وژلو ته د خپلو پلويانو په هڅولو تورنه ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر شوې وې.
هغه مهال چې له ماڼۍ سره خلک راغونډېدل، ښاغلي مرسي يې پوليسو ته د تيتولو امر کړی و.
دوی يې چې خبره ونه منله، نو اخوان المسلمين دې ځای ته خپل پلويان وروستل، بيا په نښتو کې يوولس کسان ووژل شول، چې ډېری يې د اخوان المسلمين وو.
د راپورونو له مخې په محکمه کې د حکم اورېدو پر مهال، ښاغلي مرسی او نورو تورنو شويو د څلورو ګوتو اشاره کوله، چې د ۲۰۱۳ کال اګست کې د قاهرې ختيځ رابعې څلور لاري پاکولو د ځپونکو او مرګونو عملياتو نښه شوې ده.
ښاغلي مرسي په خپله د محکمو واکمني رد کړې، او د خپلې لومړۍ محکمې پر مهال يې نارې وهلې چې دی د يوې پوځي کودتا قرباني دی.
د دوشنبې پر ورځ يوې محکمې د اخوان المسلمين ۲۲ تنه پلويان په قاهره کې د پوليسو پر يوه مرکز بريد پر سر په مرګ محکوم کړل، چې د دغه اسلامي غورځنګ پر وړاندې د ځپلو بهير يوه برخه ګڼل کېږي.








