اسلامي دولت ډلې د ۳۰ عيسويانو د وژلو نوې ويډيو خپره کړې

د عکس سرچینه، ap
اسلامي دولت ډلې په ليبيا کې د ۳۰ اتوپيايي عیسويانو د وژلو ويډيو خپره کړې ده.
په ويډيو کې سمندر ته نژدې يوه ډله کسان ښکاري چې سرونه يې پرې کېږي او بله ډله خلک بيا په صحرا کې په ډزو ويشتل کېږي.
په ويډيو کې ښودل کېږي چې وژل شوي خلک په ليبيا کې د ايتوپيايي کليسا غړي دي.
دا ويډيو د اسلامي دولت ډلې پخوانيو هغو ته ورته ده. تېر فبروري مياشت کې اسلامي دولت ډلې له ۲۱ مصري عيسويانو سرونه پرې کړي وو.
دا نوې ويډيو چې د اسلامي دولت ډلې نښان لري ۲۹ دقيقې اوږده ده. تراوسه د دې ويډيو کره والی روښانه نه دی.
په ويډيو کې يو ټوپک لرونکی کس چې مخ يې پټ دی عيسويان ګواښي چې یا مسلمانان شي او يا هم جزيه ورکړي.
اسلامي دولت ډلې په تېرو څو مياشتو کې د برمته شويو کسانو د وژلو ګڼې ويډيوګانې خپرې کړې دي.
دا ډله د عراق او سوريې يوه برخه تر لاس لاندې لري او همدرانګه اوس مهال يې د نورو جهادي ډلو او ګروپونو ملاتړ يې هم ترلاسه کړی دی.








