"اسلامي دولت" د یوه عرب اسرائیلي د وژلو وېډیو خپره کړه

د عکس سرچینه، Reuters
"اسلامي دولت" پر انټرنېټ د یوه عرب اسرائیلي زلمي بندي وېډیو خپره کړې ده، چې وايي ظاهراً یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
په خپره شوې وېډیو کې یو ۱۲ کلن ماشوم پر نیول شوي محمد سعید اسمعیل مسلّم ډزې کوي.
"اسلامي دولت" ویلي، مسلّم په سوریه کې د یوه بهرني جنګیالي په توګه له دغې ډلې سره یوځای شوی، خو بیا یې منلې ده چې د اسرائیلو استخباراتي سازمان ته یې جاسوسي کوله، خو اسرائیل دا تور نه مني، بلکې اسرائیل او د وژل شوي ځوان کورنۍ وايي دغه زلمی په ۲۰۱۴ کال ترکیه کې د یوه سیاحتي سفر پرمهال تري تم شوی دی.
څو میاشتې وروسته، د (دابق) په نامه د "اسلامي دولت" له مجلې سره دغه ۱۹ کلن ځوان پخپله مرکه کې منلې ده، چې ګني د اسرائیلو استخباراتو ته یې جاسوسي کوله، ده دا هم ویلي چې د اسرائیلو له خوا د "اسلامي دولت" ډلې د ټوټې کولو لپاره استول شوی.
د بي بي سي خبریال کیفین کونیللي وايي "له دغې مجلې سره مرکې د مسلّم ژوند په خطر کې اچولی" و، چې په وینا یې تر اوسه ددغې وېډیو ریښتینولي نه ده تایید شوې.

د عکس سرچینه، AFP
د محمد سعید اسمعیل مسلّم پلار په تېره فبرورۍ کې دا ونه منله، چې ګني زوی یې د "موساد" لپاره جاسوسي کوي.
د وژل شوي ځوان پلار دا هم ویلي وو، چې "زما زوی بې ګناه دی، د موساد او شاباک لپاره یې کار نه کاوه، او زه هم له هېڅ کوم اسرائیلي بنسټ سره کار نه کوم، "اسلامي دولت" زما زوی اسرائیلو ته د تېښتې د هڅې په تور ټینګ کړی و".

د عکس سرچینه، Reuters
دا د "اسلامي دولت" له لوري د یوه بندي د وژل کېدو تر ټولو تازه خپره شوې وېډیو ده.
د "اسلامي دولت" پخواني (داعش) جنګیالیو تېره میاشت لیبیا کې هم د ۲۱ مصري مسیحي قبطیانو د وژلو وېډیو خپره کړې وه.








