لیبیا کې ''اسلامي دولت'' د ۲۱ مصري مسیحیانو سرونه غوڅ کړي

مصري قبطي کلیسا د وژل شویو هویت تایید کړی دی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، مصري قبطي کلیسا د وژل شویو هویت تایید کړی دی

په لیبیا کې ''اسلامي دولت'' ته منسوبو جنګیالیو د ۲۱ مصري مسیحي قبطیانو د سرونو غوڅولو وېډیو خپره کړې ده. دغه مسیحیان لیبیا کې د ''اسلامي دولت'' اړوندو جنګیالیو له لوري تښتول شوي وو.

مصر ۷ ورځي ملي ویر اعلان کړی او ازهر دا وژنه یو 'وحشي عمل' بللی.

د داعش له لوري په خپره شوې وېډیو کې مصري مسیحیان په نارنجي کالیو کې سمندرغاړې ته څېرمه زنګون کړل شوي او جنګیالي یې هم مهاله سرونه غوڅوي.

د وېډیو تر خپرېد لږ وروسته، د مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي په امر د مصر امنیت شورا بېړنۍ غونډه وکړه چې د داعش ددغه عمل پروړاندې مناسب ګام پورته کړي.

د السیسي په وینا،‌ مصر د داعش د کړنو پروړاندې د هر ډول غبرګون ښودلو حق لري.

د مصر ولسمشر دا هم ویلي، تر دویم امر پورې لیبیا ته د مصري وګړو هر راز سفر ممنوع دی.

د داعش له لوري په خپره شوې وېډیو کې مصري مسیحیان په نارنجي کالیو کې سمندرغاړې ته څېرمه زنګون کړل شوي او جنګیالي یې هم مهاله سرونه غوڅوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د داعش له لوري په خپره شوې وېډیو کې مصري مسیحیان په نارنجي کالیو کې سمندرغاړې ته څېرمه زنګون کړل شوي او جنګیالي یې هم مهاله سرونه غوڅوي.

په لیبیا کې له نارامیو سربېره،‌ زرګونه مصري کارکوونکي دغه ګاونډي هېواد ته د کاروبار موندلو لپاره ځي.

یوه اونۍ مخکې مصریانو ددغو تښتول شویو قبطیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یوه اونۍ مخکې مصریانو ددغو تښتول شویو قبطیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه

د ''اسلامي دولت'' اړوندو مشکوکو جنګیالیو تر اوسه په لیبیا کې د ځینو وسله والو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې کله چې معمر القذافي د پراخو لاریونونو له کبله راوپرځېد، دغه هېواد بیا ښه ورځ ونه لیده او په هره برخه کې یې نارامي پیل شوه.‌

عمومي ویر

د مصري مسیحیانو دغه ډله د لیبیا سرت ښار په سمندرغاړه کې د تېرې دسمبر او جنورۍ میاشتو کې نیول شوي وو.‌ سرت ښار د اسلامپالو په لاس کې دی.

په لیبیا کې اسلامپالې ډلې چې وړاندې یې له ''اسلامي دولت'' سره بیعت کړی و،‌ د یکشنبې په ورځ ددغو مصري وګړو د سر غوڅولو وېډیو خپره کړې ده.

وړاندې د مصري قبطیانو مشر او د ازهر امام احمد الطیب سره کتلي وو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، وړاندې د مصري قبطیانو مشر او د ازهر امام احمد الطیب سره کتلي وو

د عربي هېوادونو ټولنې په یوه اعلامیه کې ددغو مصري قبطیانو وژنه غندلې او د هغوی له خپلوانو سره یې غمشریکي ښودلې ده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د عربي هېوادونو ټولنې په یوه اعلامیه کې ددغو مصري قبطیانو وژنه غندلې او د هغوی له خپلوانو سره یې غمشریکي ښودلې ده.

داعش په وېډیو کې وژل شوي ''صلیبیان'' بللی او د هغوی د وژلو لامل یې هم د دوی دین په ډاګه کړی دی.

دغه ویډیو د ازهر د مشرانو له لوري یو ''وحشیانه عمل'' ګڼل شوی.

د مصر دولت د خپلو قبطي وګړو د وژل کېدو لپاره یوه اونۍ عمومي ویر اعلان کړی.‌

په مصر کې د قبطي مسیحیانو شمېر د مصر له ټول ټال ۸۷ میلیون وګړو څخه د ۹ او ۱۰ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.

په مصر کې د قبطي مسیحیانو شمېر د مصر له ټول ټال ۸۷ میلیون وګړو څخه د ۹ او ۱۰ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په مصر کې د قبطي مسیحیانو شمېر د مصر له ټول ټال ۸۷ میلیون وګړو څخه د ۹ او ۱۰ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.
د تېرې اونۍ لاریون کوونکو پر مصري حکومت تور لګاوه چې ګني د داعش په منګولو کې یې د مصري قبطیانو د خوشي کولو لپاره له زړه کار نه دی کړی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د تېرې اونۍ لاریون کوونکو پر مصري حکومت تور لګاوه چې ګني د داعش په منګولو کې یې د مصري قبطیانو د خوشي کولو لپاره له زړه کار نه دی کړی

"د صلیبیانو امت"

د (صلیبي امت لپاره په وینو لاسلیک شوی پیغام) په نامه په دې وېډیو کې په انګلیسي ژبه یو غږېدونکی کس وايي ''د قبطیانو د وژل کېدو دغه وینې د کامیلیا او د هغې د خویندو د غچ اخیستو لپاره دي.''

د عربي هېوادونو ټولنې په یوه اعلامیه کې ددغو مصري قبطیانو وژنه غندلې او د هغوی له خپلوانو سره یې غمشریکي ښودلې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند هم ویلي ''دا ډول وحشیانه اعمال زموږ دا هوډ پیاوړی کوي چې له خپلو شریکانو سره په لیبیا او سیمه کې د ترهګرۍ د خطر خپرېدو مخه ډب کړو.''

د لیبیا په درنه ښار کې ځینو ملېشو له "اسلامي دولت" سره خپله خواخوږي اعلان کړې وه، خو ددوی د نفوذ په اړه څه نه دي ویل شوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د لیبیا په درنه ښار کې ځینو ملېشو له "اسلامي دولت" سره خپله خواخوږي اعلان کړې وه، خو ددوی د نفوذ په اړه څه نه دي ویل شوي.

د عربي هېوادونو ټولنې مشر ویلي، دغه ټولنه به د بهرنیو چارو د وزیرانو د چارشنبې په ورځ جوړېدونکې غونډه کې ددې پېښې په رڼا کې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه بحث ولري.