مصري ایف ۱۶ الوتکو لیبیا کې پر 'اسلامي دولت' بمبار کړی

د عکس سرچینه، AP
مصر وايي لیبیا کې یې د "اسلامي دولت" یا داعش ډلې پر هدفونو بمباري کړې. مصر دغه څرګندونې د هغې ویډیو له خپرېدو څو ساعته وروسته کړې، چې پکې په ظاهره ۲۱ مصري عیسویان لیدل کېږي، چې داعش ډلې کسان ورنه سرونه غوڅوي.
له دې مخکې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي و مصر د ( غبرګون څرګندولو حق) لري.
د یکشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې په ژړو کالیو کې د وژل شویو کسانو ډله ښکاري، چې وروسته پر ځمکه څملول کېږي او مرۍ یې په چاړه غوڅيږي. داعش ډلې ویلي، چې لیبیا کې یې یو لړ بریدونه کړي دي.
ولسمشر السیسي ویلي و: ''مصر حق لري، چې په مناسب مهال او مناسب ډول دغو غیر انساني قاتلانو ته غبرګون وښيي. مصر او ټوله نړۍ له هغو سخت دریځو سره په سخته جکړه کې دي، چې د سخت دریځۍ په ایډیالوژي سمبال دي او ورته هدفونه لري''.
وژل شوي مصري کارکونکي، چې ټول عیسویان دي د لیبیا سرت ښار نه تېرو دسمبر او جنورۍ میاشتو کې داعش ډلې تښتولي وو.
دغه ویډیو هغو لیبیايي جهادي ډلو انلاین خپره کړې، چې ځان داعش ته وفادار بولي. د مصر الازهر پوهنتون له لوري دغه وژنې (ظالمانه) بللې شوې دي.
قبطي کلیسا ویلي دي، چې مصر به په مناسب ډول غچ واخلي. مصر د پېښې په تړاو اووه ورځنی ویر اعلان کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته په نړیواله کچه هم دغه وژنې غندلې شوې دي. د امریکا متحدو ایالتو ادعا شوې وژنې د (کرکې وړ) او (ناځوانه) بللې دي.
لیبیا د دغه هېواد پخواني واکمن معمر قذافي حکومت له نسکورېدو وروسته له بحرانونو سره مخامخ ده.
له هغه راهیسې یو شمېر وسله والو ډلو پر دغه هېواد د کنترول لپاره جګړې کوي.
عمومي ویر
د مصري مسیحیانو دغه ډله د لیبیا سرت ښار په سمندرغاړه کې د تېرې دسمبر او جنورۍ میاشتو کې نیول شوي وو. سرت ښار د اسلامپالو په لاس کې دی. په لیبیا کې اسلامپالې ډلې چې وړاندې یې له ''اسلامي دولت'' سره بیعت کړی و، د یکشنبې په ورځ ددغو مصري وګړو د سر غوڅولو وېډیو خپره کړې ده.
داعش په وېډیو کې وژل شوي ''صلیبیان'' بللی او د هغوی د وژلو لامل یې هم د دوی دین په ډاګه کړی دی.
دغه ویډیو د ازهر د مشرانو له لوري یو ''وحشیانه عمل'' ګڼل شوی.
د مصر دولت د خپلو قبطي وګړو د وژل کېدو لپاره یوه اونۍ عمومي ویر اعلان کړی.
په مصر کې د قبطي مسیحیانو شمېر د مصر له ټول ټال ۸۷ میلیون وګړو څخه د ۹ او ۱۰ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.
"د صلیبیانو امت"
د (صلیبي امت لپاره په وینو لاسلیک شوی پیغام) په نامه په دې وېډیو کې په انګلیسي ژبه یو غږېدونکی کس وايي ''د قبطیانو د وژل کېدو دغه وینې د کامیلیا او د هغې د خویندو د غچ اخیستو لپاره دي.''
د عربي هېوادونو ټولنې په یوه اعلامیه کې ددغو مصري قبطیانو وژنه غندلې او د هغوی له خپلوانو سره یې غمشریکي ښودلې ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند هم ویلي ''دا ډول وحشیانه اعمال زموږ دا هوډ پیاوړی کوي چې له خپلو شریکانو سره په لیبیا او سیمه کې د ترهګرۍ د خطر خپرېدو مخه ډب کړو.''








