بحاح: د ځمکنیو عملیاتو روانې جګړې غځول نه غواړو

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن نوي مرستیال ولسمشر خالد بحاح ویلي، دی په دغه هېواد کې د حوثي یاغیانو پر ضد په ځمکنیو عملیاتو روانه جګړه لا پسې غځول نه غواړي.
ښاغلي بحاح تر دې وړاندې د یمن د لومړي وزیر او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د سفیر په توګه دندې تر سره کړې او اوس د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د ملاتړ لپاره د نوموړي ډلې ته راوستل شوی دی.
ولسمشر هادي څه موده وړاندې یاغیانو اړ کړ، چې خپل هېواد پرېږدي او سعودي عربستان ته ولاړ شي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د یاغیانو پر ضد خپل هوايي بمبارۍ روانې ساتلې دي.
خو رپوټونه وايي، چې له دغې درې اونیزې بمبارۍ سره سره یاغیان لا هم پر مخ روان دي.
له بله پلوه، د القاعدې ډلې وسله والو د یمن په سوېل ختیځ کې د موکلا ښار د هوايي ډګر ولکه تر لاسه کړې ده.
په دغه ښار کې پوځي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، چې د القاعدې وسله والو د هوايي ډګر له ساتونکو ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي.
د القاعدې جنګیالیو د روانې میاشتې په سر کې دغه ښار لاندې کړ او د یوه مهم وسله وال قوماندان په ګډون یې ګڼ بندیان له حکومتي زندانه خوشې کړل.
د القاعدې وسله والو په یمن کې د حکومت او یاغیانو تر منځ له روان کړکېچه په ګټې اخېستنې ډېره سیمه لاندې کړې ده.








