م.م: د کډوالو د ژوند ژغورلو لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا ده

د عکس سرچینه، b
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د زیاتېدونکې شمېر هغو کډوالو د ژوند ژغورلو لپاره کافي اندازه هڅې نه کېږي چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي.
د دغې ادارې یوه ویاند پر اروپايي اتحادیې غږ وکړ چې د ژغورنې خپل سیستم کې بدلون راولي، وروسته له هغه چې پر یکشنبې د کډوالو یوه بېړۍ د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوه چې ښايي تر ۴۰۰ کسان په کې مړه شوي وي.
د لیبیا ساحلي ساتونکي وايي ښايي روانه اوونۍ نور کډوال هم د مدیترانې له لارې اروپا ته د اوښتو هڅه وکړي.
په وروستیو کلونو کې سلګونو زرو خلکو د بې وزلۍ او جګړو له کبله پر دغه خطرناکه لاره د اوښتو هڅه کړې ده.
په تېرو څو ورځو کې شاوخوا لس زره کسان ژغورل شوي دي.
د ایټالیې د کورنیو چارو وزارت ټول هېواد کې خپلو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د دغو نویو کډوالو، چې ډېری یې ماشومان دي، ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی ونیسي.

د عکس سرچینه، b
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د سږ کال له پیل راهیسې څه دپاسه ۵۰۰ کسان وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ برابره لوړوالی ښيي.
د تېر کال په وروستیو کې اروپايي ټولنې د ژغورنې سمندري عملیات محدود کړي و ځکه ډېر په دې باور وو چې دغه خدمتونه لا نور کډوال د مدیترانې له لارې اروپا تلو ته هڅوي.
تېر کال څه دپاسه ۲۸۰ زره کسان په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته کډه شوي وو چې ډېری یې د سوریې او سومالیا وګړي وو.
په ۲۰۱۴ کال کې د هغو کسانو د مړینې شمېر چې اروپا ته د اوښتو پر مهال وژل شوي شاوخوا ۳۴۰۰ ښودل شوی دی.








