اروپا ته د کډوالو شمېر په چټکۍ زیات شوی

د عکس سرچینه، Reuters
بي بي سي ته څرګنده شوې چې د ۲۰۱۴م کال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر په چټکۍ زیات شوی او ۶۰،۰۰۰ ته رسېدلی دی.
د اروپايي ټولنې د پولو د کنترول اداره(فرونتېکس) وایي،له شمالي افریقا نه د سمندر له لارې ایټالیا ته د کډوالو ورتګ چې خطرناکه لاره ده، زیات شوی دی.
د سږ له جنورۍ نه تر اپرېله ۴۲،۰۰۰ کډوال په دغو خطرناکو لارو موندل شوي چې ۲۵،۶۵۰ یې له لیبیا نه اروپا ته تلل.
له بېلابېلو ل ارو اروپايي ټولنې ته د ورغلو کډوالو ټوله شمېره شاوخوا ۶۰،۰۰۰ تنه کېږي.
د چارشنبې په ورځ(د مې ۲۸ مه) د ایټالیا حکومت وویل، د هغو کډوالو شمېر چې د دوی پولو ته رسېدلي ۳۹،۰۰۰ تنو ته ورسېده.
د سږ کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې د کډوالو شمېره د ۲۰۱۱م کال د همدې مودې له شمېرې سره برابره ده چې هغه مهال عربي پسرلی راغی او اروپا ته د ورغلو ناقانونه کډوالو شمېر ۱۴۰،۰۰۰ تنو ته ورسېد.
د (فرونتېکس) د ادارې مرستیال ګېل اریاز فېرناندېز وایي که حالات همداسې روان وي نو دا شونې ده چې د کډوالو شمېره به لا لوړه شي.
د وروستیو کډوالو دریمه برخه سوریایي کډوال دي چې په خپل هېواد کې له کورنۍ جګړې تښتېدلي دي.
خو د نورو کډوالو زیاته برخه له افغانستان او ارتېریا څخه ده.
څو ورځې مخکې د فرانسې په بندري ښار کالي کې پولیسو د ناقانونه کډوالو دوه کمپونه ړنګ کړل.
بي بي سي ته څرګنده شوې چې دا کډوال له لوېدیځې افریقا نه نیولې بیا تر بنګله دېشه وو.
د دوی زیاته برخه له ایران او د پاکستان له قبایلي سیمو څخه وه.
کارپوهان وایي چې د کډوالو وروستۍ زیاتوالی په ځينو هېوادونو کې د شخړو او جګړو زیاتوالی او پراخوالی دی.
څو ورځې مخکې اروپایي پارلمان ته ټاکنو وښودله چې په دې ټاکنو کې د هغو ګوندونو او ډلو بریالیتوب ګټلی چې د اروپایي ټولنې او کډوالۍ ضد دي.








