فرانسوي پولیس د کډوالو کاله کمپ ړنګوي

فرانسوي چارواکو دغه کمپ د روغتیا لپاره ګواښ بللی دی.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فرانسوي چارواکو دغه کمپ د روغتیا لپاره ګواښ بللی دی.

فرانسوي پولیسو په شمالي کاله ښار کې د هغو ۸۰۰ کډوالو د تیت پرک کولو عملیات پیل کړي، چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په نیت مېشت شوي وو.

د کډوالو دغه کمپ سمندر ته څېرمه پروت دی، چې د حکومت په وینا، ځکه د کمپ ړنګول ضرور دي، چې هلته یو ډول ناروغي خپره شوې ده.

په دې کډوالو کې د اسیايي هېوادونو، منځني ختيځ او افریقا کډوال دي.

پولیس تر کمپ چارچاپېره راتاو شوي، او کډوالو ته د وتلو ضرب الاجل هم ټاکلی و.

کډ‌والو هڅه کوله، چې برتانیا ته ځانونه ورسوي، خو وايي د سرپناه تر ړنګېدا وروسته پرته له دې چې دلته واوسېږي، بله چاره نه لري.

د چارشنبې پر ګهیځ په ځینو بسونو کې پولیس دغه کمپ ته ولاړل.

کډواله برتانیا ته د ځان رسولو لپاره ډېر لېواله دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کډواله برتانیا ته د ځان رسولو لپاره ډېر لېواله دي

په سیمه کې د بي بي سي خبریال پاول آدمر وايي، اوس پولیس له فعالینو سره پر خبرو بوخت دي.

د اریتریا یوه کډوال ویلي، هڅه یې دا وه چې په یوه موټر کې ځان پټ او بل ځای ته ولېږدوي، خو پولیسو څو ځلې ونیو.

دی وايي چې "بیا به هم هڅه وکړه، بیا به هڅه وکړم".

د فرانسې حکومت په ۲۰۰۲ کې کالیه ته څېرمه د سره صلیب یو مهم دفتر وتاړه.

د کډوالو ټول کمپونه سمندر ته څېرمه پراته دي، چې ډېرو کډوالو له تونل د تېرېدو هڅې هم کړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د کډوالو ټول کمپونه سمندر ته څېرمه پراته دي، چې ډېرو کډوالو له تونل د تېرېدو هڅې هم کړې.
په کمپ کې وضعیت خراب دی، خو کډوال وايي د اوسېدو بل ځای نه لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په کمپ کې وضعیت خراب دی، خو کډوال وايي د اوسېدو بل ځای نه لري.