سعودي کې شاوخوا ۵۰ زره کډوال نيول شوي
په سعودي عربستان کې د ناقانونه بهرنيو کارګرانو پروړاندې تدبيرونو په ترڅ کې شاوخوا ۵۰ زره کډوال نيول شوي دي.
سعودي عربستان څه د پاسه ۲۰ زره ايتيوپيايان د پلازمېنې رياض څنډو کې د نيونې لنډمهالو مرکزونو ته لېږدولي چې اوس له دغه هېواده ايستلو ته په انتظار دي.
دغه ګام د پلازمېنې په يوه برخه کې د ايتيوپيايي کارګرانو له احتجاج وروسته پورته کېږي، چې له امله يې نښتو کې يو کس ووژل شو.
ايتيوپيايانو پر ټولنيزو شبکو د سعودي سفارتونو بهر د لاريونونو غږ کړی، چې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې د چلن غندنه په کې وکړي.




