هند: د ممبۍ د بریدونو د طراح خوشي کېدو اندېښنه ډېره کړې

د عکس سرچینه، AFP
هند په رسمي توګه د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو د اصلي طراح زکي الرحمن لکهوي پر خوشي کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
پاکستان تېره ورځ زکي الرحمن لکهوي د راولپنډۍ له زندان نه په ضمانت خوشی کړ.
په نوي دیلي کې یوه جګپوړي هندي چارواکي ویلي، اسلام اباد کې هندي سفیر د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او هغه ته یې د ښاغلي لکهوي پر خوشي کېدو ژوره خواشيني ښودلې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو او فرانسې هم د هغه پر خوشي کېدو خپله اندېښنه اعلان کړې ده.
په تېر دسمب کې په ضمانت د لکهوي د خوشي کېدو حکم وشو، خو د عامه خوندیتوب د قانون له مخې یې له زندان نه ایستل وځنډول شول.
د پاکستان سترې محکمې د نوموړي له نیول کېدو سره مخالفت ښودلی و او د هغه د خوشي کولو امر یې وکړ.
په پام کې وه چې لخوي او شپږ نور تورن کسان په محکمه کې راڅرګند شي.
پر دوی ټولو په ۲۰۰۸ کال د هند ممبۍ کې د خونړي برید د طرحه کولو تور دی، چې لږترلږه ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول.
له برید وروسته د پاکستان او هند څپ څپانده اړیکه لا نور پسې خراب شول، چې په وروستیو کې پر پوله ددواړو هېوادونو په څو بریدونو کې ګڼ پوځيان ووژل شول.
هندي حکومت د ممبۍ بریدونو پاکستان مېشتې لشکر طیبه ډله پړه وبلله، چې په وینا یې ۱۰ وسله وال بریدګر یې د ممبۍ ښار خونړي برید کې ښکېل وو.








