امریکا: ایران دې د حوثیانو له ملاتړه لاس واخلي

د ایران سمندري ځواک د سې شنبې په ورځ دوه جنګي بېړۍ د یمن عدن سمندرغاړې ته واستولې، چې په وینا یې هدف یې له لوټمارو او غلو نه د خپلو سوداګریزو بېړیو ساتنه ده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ایران سمندري ځواک د سې شنبې په ورځ دوه جنګي بېړۍ د یمن عدن سمندرغاړې ته واستولې، چې په وینا یې هدف یې له لوټمارو او غلو نه د خپلو سوداګریزو بېړیو ساتنه ده.

په داسې حال کې چې ایران د یمن اوبو ته دوه پوځي بېړۍ استولې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ایران ته خبرداری ورکړی، چې یمن کې د حوثي یاغیانو له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، واشنګټن به د منځني ختيځ د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې له ایرانه خار خوري.

دغه امریکايي وزیر ویلي، هېواد یې پوهېږي، چې ایران په یمن کې د حوثي اورپکو ملاتړ کوي.

کېري وايي "که څه هم موږ مخامخ لاسوهنه نه کوو، خو له هغو هېوادونو او ملګرو سره به له ملاتړه لاس وانخلو چې په سیمه کې د ایران د اندېښمنوونکو ګامونو اخیستو له کبله خار خوري".

د ایران جنګي بېړۍ

د ایران سمندري ځواک د سې شنبې په ورځ دوه جنګي بېړۍ د یمن عدن سمندرغاړې ته واستولې، چې په وینا یې هدف یې له لوټمارو او غلو نه د خپلو سوداګریزو بېړیو ساتنه ده.

د ایران (پرېس ټي وي) تلویزیون د ایراني امیر البحر حبیب الله سیاري له قوله ویلي، د "البرز او بوشهر په نومونو دوې جنګي بېړۍ له بندر عباس نه د یمن عدن بندر ته استولې دي، چې هلته د ایران سوداګریزې بېړۍ د لوټمارو له بریده وژغوري".

امیر البحر سیاري وايي، دغه ایرانۍ بېړۍ به په عدن بندر او سره سمندر کې ګزمې کوي.

کېري وايي، هېواد یې پوهېږي چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو ښکاره ملاتړ کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کېري وايي، هېواد یې پوهېږي چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو ښکاره ملاتړ کوي

د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پرضد د ایتلاف چورلکې له تېرو دوو اونیو راهیسې د یمن پر سمندري او هوايي حریم چورلېږي او د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کوي.

ایران دغه بریدونه غندلي او د خبرو له لارې یې یوې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کړې ده.

تهران د سعودي عربستان دا تور نه مني چې ګني د حوثیانو لوژستیکي او مادي مرستې کوي، او غواړي چې د حوثیانو په مټ یمن لاندې کړي.

پر همدې مهال، په عدن کې له تېرو څو ورځو راهیسې د حوثیانو او د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.

عدن ته د د طبي مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده چ د نړیوالې ټولنې په وینا هلته انساني ناورین روان دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عدن ته د د طبي مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده چ د نړیوالې ټولنې په وینا هلته انساني ناورین روان دی.

د ایتلاف جنګي الوتکو پلازمېنه صنعاء او شاوخوا سیمو کې د حوثیانو او د هغوی پلوو ځواکونو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح د ملاتړو ځواکونو مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.

عدن ته د د طبي مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده چ د نړیوالې ټولنې په وینا هلته انساني ناورین روان دی.