"که لوېديځوال له هوکړې په شا شي، بېرته به اتومي پروګرام پيل کړو"

د عکس سرچینه، AFP
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، که لویدیځ هېوادونه له هغې هوکړې چې د جون په ۳۰ مه حتمي بڼه ورکوله کېږي په شا شي، ایران به د دغه توان ولري چې خپل اتومي پروګرام بیا پیل کړي.
د شپږو ځواکمنو هېوادونو او ایران ترمنځ تېره پنجشنبه د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د هوکړې پر اډانې سلا وشوه.
د شنبې په ورځ دولتي تلویزیون سره مرکې کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، که چېرې لویدیځ هېوادونه هوکړې ته ژمن پاتې نه شي، ایران د بېرته ګرځېدو وړتیا لري.
جواد ظریف دا هم وویل، که چېرې د هوکړې خلاف عمل ترسره شي په هوکړه کې شاملې ټولې غاړې پر هوکړه د عمل کولو له مسوولیته خلاص دي.
که چېرې د هوکړې لپاره جوړ شوی دغه چوکاټ په نهايي هوکړې واوښت بیا ایران نه شي کولی د اتومي وسلو جوړولو هڅو ته پراختیا ور کړي.
خو پرې د لګېدلو بندیزونو پای ته رسېدو په صورت کې خپلو بانکي اکونټونو او د تېلو پلور بازارونو ته هم لاسرسی موندلای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل، که د لویدیځو هېوادونو سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر هوکړه وروستۍ پایلې ته ورسېده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دغه هېواد د اتومي پرواګرام خلاف شته پرېکړه لیکونه او د اورپايي ټولنې او امریکا لخوا پرې لګېدلي بندیزونه به سملاسي له منځه لاړ شي.

د عکس سرچینه، AP
ایران کې د دغې هوکړې مخالفان وايي، دغه هوکړه د ایران لپاره ویجاړونکې او د لویدیځ لپاره د خوښي وړ ده، خو د ایراني ولسمشر روحاني په شمول لوړپوړي چارواکي یې پلوي دي.
جواد ظریف وايي، له خپل لوري به دوی د هوکړي عملي کېدو لپاره بشپړې هلې ځلې وکړي.
تېره اونۍ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له لویدیځو هېوادونو سره په سویټزرلنډ کې د هوکړې په اډانه له سلا کېدو وروسته تهران ته ستون شو او د ایرانیانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.








