د سوریې د دولت مخالفو یاغیانو د ادلب ښار 'نیولی' دی

د عکس سرچینه، Reuters
په سوریې کې وسلوالو یاغیانو د دغه هېواد په شمال کې د ادلب د ښار ډېرې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
القاعده پورې تړلې د نصرت جبهې او څو نورې وسلوالې اسلامي ډلې په دې وتوانېدې چې وروسته له څلورو ورځو جګړې، د سوريې د دولت پوځ په شا وتمبوي.
د کورنۍ جګړې په تېرو څو کلونو کې د سوریې دولت د ادلب د ښار واک په لاس کې درلوده. یوازې په ۲۰۱۲ کال کې د یوې لنډې مودې لپاره د مخالفینو تر ولکې لاندې ؤ.
د رپوټونو له مخې وسلوال یاغیان د ادلب د ښار د دولتي ودانیو په لټون بوخت دي چې که وکړای شي په ښار کې احتمالاً پاتې شوي پوځیان ومومي.

د عکس سرچینه، REUTERS
د بشارالاسد د دولت د مخالفینو په وینا، دولتي ځواکونو له څو روځو راهیسې د ښار په شاوخوا کې 'کیمیاوی بمبارۍ او پراخ بریدونه' کول.
هغوی د سوریې دولت په دې تورنوي چې پر مُلکي سیمو په بمباریو کې ښاري خلک او ماشومان وژني.
د ادلب ښار د ادلب ولایت په مرکز کې دی. ادلب د سوریې دوهم ولایت دی چې له رقه وروسته د وسلوالو یاغیانو لاس ته لوېږي.
د خبریالانو په وینا که ادلب په بشپړه توګه د وسلوالو تر ولکې لاندې راشي، دا به د سوریې دولت ته لویه ماتې وګڼل شي.








