سوریه وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې

د عکس سرچینه، EPA
سوري پوځ ویلي، لاذقیه ښار ته څېرمه یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.
خو د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې له یوې بې پیلوټه الوتکې سره د پوځ اړیکه پرې شوې ده، خو تر اوسه دا نه شي تاییدولی، چې ګني دا الوتکه دې ویشتل شوې وي.
که چېرې ددغې الوتکې ویشتل تایید شي، دا به لومړی ځل وي چې سوري ځواکونه پخپله خاوره کې یوه امریکايي جاسوسي الوتکه راغورځوي.
د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پروړاندې بریدونه کوي، خو سوریه ددغه ایتلاف غړیتوب نه لري.
د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) دغه کشفي الوتکه خپل "دښمن" وباله، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د سوریې رسمي تلویزیون داسې ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، چې ظاهراً د ویشتل شوې الوتکې ټوټې پکې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
تېره میاشت له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشر بشارالاسد وویل، دمشق له دریم لوري د ایتلاف د بریدونو په اړه پیغامونه ترلاسه کوي.
کیمیاوي بریدونه
د تېرې سې شنبې په ورځ سوري مخالفو فعالانو ویلي، پوځ د دوشنبې پر ماخوستن ناوخته د سوریې شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې "کلور" غاز کارولی دی.
د مخالفانو دوو ډلو ویلي، په دغو بریدونو کې لږترلږه شپږ کسان هغه مهال ووژل شول، چې له چاودېدونکو توکو او زهرجنو کیمیاوي موادو ډک بیرلونه (بیلرونه) پر "سرمین" سیمه راغورځول شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service
خو سوري پوځ دغه ادعاوې ردې کړې دي.
"کلور" کیمیاوي مواد د صنعت په برخه کې کارول کېږي، خو د وسلې په توګه ګټه اخیستل یې د کیمیاوي وسلو د تړون پربنسټ ممنوع ګرځول شوي دي.
سوریې د ۲۰۱۳ اګست کې د "سارین" اعصاب شنډولو غاز تر کارولو وروسته دغه تړون لاسلیک کړ، چې په دغه برید کې د دمشق شاوخوا سیمو کې یې سلګونه کسان ووژل.
لوېدیځ حکومتونه پر دې اند دي چې د سوریې حکومت ددغو بریدونو تر شا و، خو دمشق یې پړه پر مخالفو وسله والو اچولې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
په تېره جنورۍ کې، نړیوالو څېړونکو وویل، "کلور" غاز پر درو کلیو په هوايي بریدونو کې کارول شوی، چې نېغ په نېغه یې پړه پر سوري حکومت اچولې ده.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک صادر کړ، چې سوریه کې یې د کلور په څېر د زهرجنو کمییاوي موادو کارول غندلي وو، او خبرداری یې ورکړی و، که چېرې بیا دا کرغېړن عمل تکرار شي، د سوریې پرضد شاید "پوځي ګام" واخیستل شي.








