د معاصر سنګاپور بنسټګر لي کوان یو ومړ

د عکس سرچینه، .
د معاصر سنګاپور بنسټګر لي کوان ییو چې سنګارپور یې له یوه کوچني بندري ښاره پر یوه مهم نړیوال اقتصادي هېواد بدل کړ، د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.
ښاغلی لي چې ۳۱ کاله لومړی وزیر و، د سنګاپور د اقتصادي بنسټګر او پراختیا ورکوونکي په توګه په هېوادوالو کې درناوی درلود.
خو نوموړی د سختې واکمنۍ له کبله تر نیوکو لاندې هم و. د نوموړي د واکنۍ پر مهال د وینا ازادۍ محدوده شوه او سیاسي مخالفان یې تر محاکمې کش کړل.
له رسمي ویر یوه اونۍ وروسته به د مارچ پر ۲۹ رسمي دولتي مراسم ترسره شي.
ښاغلی لي له بریتانیا نه د سنګاپور د ازادۍ او له مالیزیا نه د بېلدو شاهد و. د نوموړي د مړیني خبر د دوشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې خپور شو.
د سنګاپور لومړي وزیر لي سین لونګ چې د کوان ییو زوی دی، پخپله یوه وینا کې وویل:"په خواشینۍ سره د سنګاپور د بنسټګر او مخکیني لومړي وزیر ښاغلي لي کوان ییو د مړینې خبر اعلانوم".
نوموړی وروستۍ څو اونۍ د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستري و.

د عکس سرچینه، Getty
د ملګرو ملتونو مشر بان کې مون ویلي، د ښاغلي لي په مړینه ډېر خواشینی دی او د سنګاپور له خلکو سره یې غمرازي وښوده.








