د سنګاپور ککړې هوا د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړی
په سنګاپور کې د هوا د ککړتيا کچه مخ په لوړېدو ده او د جمعې په ورځ داسې يوه حالت ته ورسېده چې د خلکو ژوند ته ګواښ دی په تېره ناروغانو او بوډاګانو ته.
سنګاپور وايي دغه ککړه هوا د اندونيزيا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله راپورته شوې او خلکو ته يې خبرداری ورکړی چې د امکان تر بريده بهر ونه وځي.
دغې لوخړې د اندونيزيا او سنګاپور ترمنځ دپلوماتيکې اړيکي زيانمنې کړي او له جکارتا نه د دې د مخنيوي لپاره د بېړني اقدام غوښتنه شوې ده.
په ګاونډ ماليزيا کې د ښوونې ادارو ۳۰۰ ښوونځي له دې مله تړلي چې د هوا ککړتيا د خطر کچې ته رسېدلې ده.




