یمن کې د بهرنۍ مداخلې تاریخ، د تور او واقعیت ترمنځ

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ژباړه: سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
یمن د خپل ستراتیژیک موقعیت او د خپلو بډایو غرونو په لرلو سره د بهرنیو لاسوهنو اوږده تاریخي مخینه لري.
همدا اوس په څو دولتونو دا تور دی چې د یمن په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خو دا به ستونزمنه وي چې داسې یو کره دلیل وړاندې شي چې دغه لاسوهنه ثابته کړي، او دا هم په ډاګه نه ده چې دغه هېوادونه د څه لپاره په یمن کې لاسوهنه کوي.
د یمن په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو په لاسوهنه کې شک نشته، وروسته له هغه چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې یمن د صدام حسین له خوا پر کویت د یرغل کولو له غندلو ډډه وکړه او امریکا پر یمن خپلې مرستې بندې کړې، امریکا اړه شوه چې له دغه هیواد سره خپلې مالي او پوځي مرستې زیاتې کړي، دا مرستې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د جهادي ډلو خطر د یمن له پولو واوښت او په دې کې هم شک نشته چې د یمن پخواني ولسمشر علی عبد الله صالح له دغو مرستو ناوړه ګټه پورته کړه.
تر دا وروستیو وختونو په یمن کې د امریکا ښکېلتیا پوځي بڼه لرله ځکه امریکا یمن ته پوځي وسایل ورکړل او یمني ځواکونه یې وروزل، دغه راز په ۲۰۰۶ کال کې امریکا څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالر یمن ته ورکړل.
وروسته له هغه چې په یمن کې دامریکا سفارت وتړل شو د پوځي وسایلو ورکړه او روزنه بند شول خو د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوې وړې ډلې د یمن پوځ ته چې د عربو په ټاپوزمه کې له القاعده سره په جګړه کې ښکیل دی، خپلې مرستې ته دوام ورکړ. په سعودي عربستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې هغه دوه اډې هم فعالې دي چې دامریکا بې پیلوټه الوتکې په کې دي او په یمن کې عملیات کوي.
امریکایان څه غواړي؟

د عکس سرچینه، AFP
ښايي سعودیانو ته ډاډ ورکول ، په عربي جزیره کې د القاعده د خطر کمول او د باب المندب تنګي له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال دوام یې هدفونه وي.
ښايي په دې کې هم شک نه وي چې سعودي عربستان هم په یمن کې مداخله کوي، دغه مداخله د بیلابیلو لاملونو له کبله د سعودي له تاسیس راپدېخوا دوام لري.
واقعیت دا دی چې د یمن په شمال کې درې حاصل خېزې سیمې عسیر، نجران او جیزان په ۱۹۳۴ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې د ټاکلو پرمهال په څو پړاوونو کې د سعودي له خاورې سره یو ځای شوې.
له هغه ځایه چې د یمن د امام یحیی حمید الدین او د آل سعود ترمنځ پیاوړي اړیکي و، سعودي عربستان په ټول قوت سره د یمن د کورنۍ جګړې پرمهال د شاهي نظام ملاتړ وکړ، دغه ملاتړ په بیلابیلو بڼو و له لویدیځو هیوادونو د پوځي کارپوهانو له ګومارلو نیولې د یمني قبیلو له مشرانو سره تر مالي مرستو رسیده.
دغه ملاتړ د کلونو په اوږدو کې دوام وکړ او د یمن حکومت په مالي ملاتړ او له یمنه بهر او د یمن په داخل کې د یمني سیاستوالو په ملاتړ متمرکز و.
ویل کیږي سعودي عربستان لا هم همدا کړنلاره عملي کوي او په یمن کې د سلفي وهابي مذهب د خپرولو لپاره یې ډیرې پيسې لګولي دي.
په ډېرو کمو حالاتو کې سعودي د یمن خاوره کې پوځي عملیات کړي دي.
په ۲۰۰۹ کال، سعودي عربستان د حوثیانو پرضد په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ګډون وکړ، په بل کال یې د بهرنیو تښتول شویو د ژغورلو عملیاتو کې برخه واخیسته.
داسې انګیرنې هم شته، چې ګني سعودي عربستان په ۱۹۹۴ کال له یمن بېلتونپالو دیموکراتانو سره مالي همکاري کړې ده، په تېره بیا دوی ته یې الوتکې اخیستې او پیلوټان یې ګومارلي دي.
طبیعي ده، هغه ګڼ سعودي سلفي وګړي، چې په یمن کې د القاعدې شبکه کې جنګېږي، یا په عربي ټاپووزمه کې جګړې کوي، د مالي سرچینو تار یې تر سعودي عربستان پورې رسېږي، خو ریاض ددغو سرچینو د وچولو هڅه کوي.
ایران د یمن په چارو کې په مداخلې بل تورن هېواد دی، چې غالباً پر تهران له حوثي شیعه ګانو سره د همکارۍ کولو تورونه دي.

د عکس سرچینه، AFP
که څه هم شیعه ګان ډلې ډلې دي، خو په یمن کې د زیدي شیعه ګانو او ایران کې د جعفري شیعه ګانو ترمنځ لوی اختلاف د یمن مداخله کې دوی سره یوموټی کوي.
د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح هم پر حوثیانو د ایران د ملاتړ تور لګولی و، خو وروسته له ګواښل کېدو له خپلې خبرې اوښتی و.
غالباً له حوثیانو سره د ایران د وسلو د همکارۍ تورونه "ناسم" ښکاري، ښکاره نه ده چې ولې حوثیانو له ایران نه وسلو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، حال دا چې پخپلو سیمو کې د وسلو د راکړې ورکړې آزاد بازار لري.
شاید ایران له یمن نه افریقا ته د یوه سوداګریز پله په توګه کار اخلي. خو داسې انګیرنې هم شته چې د ایران د ملاتړ ثبوتونه لیدل شوي.
ښکاري چې ایران د یمن سوېل کې له بېلتونپالو سره همکاري کوي، وسلې او پیسې ورکوي، پوځي روزنه ورکوي، او د اړتیا په وخت کې حوثیانو ته بې پرسه پیسې ورکوي.
خو د تاریخ په اوږدو کې ګڼو هېوادونو په یمن کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مداخلې کړې دي.
د تاریخ په اوږدو کې یمنیانو مخکې له دې چې بهرنیان وشړي، له هغوی یې د اړتیا وړ څیزونه اخیستي، لکه څرنګه یې چې دا چم له رومانیانو، فارسیانو، حجازیانو، عثمانیانو، پرتګالیانو، بریتانویانو، مصریانو، سعودیانو او روسانو سره کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP








