امنیت شورا له حوثیانو د واک پرېښودو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن له حوثیانو له هېڅ قید او شرط پرته په صنعاء کې له حکومتي ودانیو د وتلو او د ولسمشر هادي او د کابینې د نورو غړو د جبري اوسېدو ختمولو غوښتنه کړې ده.
دغې شورا پخپل پرېکړه لیک کې له غړو هېوادنو هم غوښتي چې د یمن په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د امنیت شورا پرېکړه لیک د تېرې یکشنبې په ورځ د ۱۵ مثبتو رایو په لرلو تصویب شو.
په پرېکړه لیک کې د عربي هېوادونو له شورا نه د حوثي یاغیانو پروړاندې د پوځي ګام اخیستو اشاره نه ده شوې.
د تېرې شنبې په ورځ د عربي هېوادونو شورا (عربستان، بحرین، کویت، اماراتو، عمان او قطر) یوه اعلامیه خپره کړه او له امنیت شورا یې په یمن کې د ملګرو ملتونو د اووم فصل پربنسټ د حوثیانو پرضد د مداخلې غوښتنه کړې وه.
یوه میاشت مخکې، حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعاء کې ولسمشر هادي او د کابینې غړي له دندو لیرې کړل.
حوثیان چې ځانونه انصارالله بولي، له څو اونیو راهیسې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي او لومړي وزیر خالد بحاح په ګډون د جګپوړو چارو د استعفا په پلمه لاریونونه کول، چې بالاخره دوی یې په جبري ډول پر کورونو کښېنول.
امنیت شورا پخپله پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړی چې یمن د (سقوط) په حال کې دی.
په وروستۍ یوه اونۍ کې ګڼو غربي او عربي هېوادونو یمن کې خپل سفارتونه وتړل.

د عکس سرچینه، epa

د عکس سرچینه، AFP
د امنیت شورا کې راغلي، که چېرې حوثیان د واک پرېښودو ته غاړه کښې نه ږدي، نو امنیت شورا چمتو ده چې نور ګامونه پورته کړي.
حوثیانو د یمن پارلمان منحل کړ او د ولسمشرۍ یوه شورا یې جوړه کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
د حوثیانو پر دغو کړنو د یمن د ننه سخت لاریونونه وشول.
عربي هېوادونه د حوثیانو د بغاوت تر شا د ایران لاسونه بولي، خو ایران او حوثیانو دا تورونه رد کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، EPA








