پاکستان په یوه ورځ ۱۲ کسان اعدام کړل

اټکل دی، چې د نړۍ په کچه پاکستان کې ډېر بندیان اعدامېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اټکل دی، چې د نړۍ په کچه پاکستان کې ډېر بندیان اعدامېږي

وروسته تر هغه چې پاکستان پېښور کې پر ښوونځي تر خونړي برید او د یوشمېر تورنو تر اعدامولو وروسته، د اعدام سزا د لنډ مهال لپاره ودروله، اوس یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۲ تورن کسان اعدام کړي دي.

حکومتي سرچینو ویلي، د سې شنبې په ګهیځ يې د پنجاب ایالت جلا زندانونو کې لس تورن او سند کې یې دوه بندیان اعدام کړل.

تر ټولو ډېر تورن په جهنګ ولسوالۍ کې اعدام شوي.

په اعدام شویو کې د مبشر عباس، محمد شریف او ریاض په نومونو تورن بندیان دي، چې د قتل په بېلابېلو تورونو نیول شوي.

په میانوالي او اډیاله زندان کې هم دوه بندیان اعدام شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي اعدام شوي کسان په "ناوړه جرمونو" تورن شوي وو.

رویټرز خبري اژانس وايي، پاکستان کې د اعدام سزا له موقت وخت تېرېدو راهیسې لږترلږه ۲۷ تورن اعدام شوي، چې زیاتره یې اورپکي دي.

پاکستان ددغو تورنو د اعدام لپاره ټینګ امنیت نیولی و

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پاکستان ددغو تورنو د اعدام لپاره ټینګ امنیت نیولی و

اټکل دی، چې دا مهال پاکستان کې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان د اعدام سزا په انتظار دي.

پاکستان کې وروسته تر هغه د اعدام سزا بېرته پیل شوه، چې په تېر دسمبر کې د خیبر پښتونخوا پېښور کې پاکستاني طالبانو پر یوه پوځي ښوونځی خونړی برید وکړ، چې تر ۱۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، چې زیاتره یې زده کوونکي وو.

خو تېره اونۍ په ډاګه شوه، چې چارواکو په اعدام د محکومو کسانو د مرګ سزاګانې بېرته پیل کړې او په مرګ د ګڼو محکومو شویو کسانو استیناف رد شوی دی.

که څه هم ملګرو ملتونو له پاکستاني چارواکو د اعدام د سزا درول غوښتي وو، خو ښکاري چې پاکستان د اعدام سزا کې جدي دی.

د بشري حقونو ډلو ویلي د پاکستاني پوځ په لاس کې په اعدام له تورنو بندیانو سره عدالت نه کېږي، او ډېر کله ناروزل شوي پولیس تورن په زور اعترافونو ته اړباسي.

اټکل دی، چې دا مهال پاکستان کې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان د اعدام سزا په انتظار دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اټکل دی، چې دا مهال پاکستان کې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان د اعدام سزا په انتظار دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ حکومت ویلي وو، چې د شفقت حسین په نامه یو بندي به اعدام کړي، خو د هغه وکیلانو ویلي وو، چې موکل یې لس کاله مخکې د نیول کېدو پرمهال ایله ۱۴ کلن و.

ښاغلی حسین د یوه ماشوم په تښتونې او وژلو تورن شوی و.

د هغه وکیلان وايي، موکل یې زندان کې په نهو ورځو کې په زور اعتراف ته اړ کړل شوی دی.