"تکریت به روانه اونۍ کې بېرته ونیول شي"

د عکس سرچینه، AP
په عراق کې یوه پوځي مشر بي بي سي ته ویلي، د دغه هېواد ځواکونه هیله لري چې د دغې اونۍ په ترڅ کې به د تکریت ښار له داعش ډلې بېرته ونیسي.
د بدر سازمان نومي شیعه ملېشې د عراقي ځواکونو تر څنګ د داعش پر وړاندې جنګېږي د مشر معین الکاظمي په وینا، "اسلامي دولت " د تکریت ښار مرکز ۷۰ سلنه په واک کې لري.
له دې سره ښاغلي کاظمي ویلي، چې تکریت ښار " ازادېږي" حتی که چېرې د دې کار لپاره د دغه ښار په واټونو کې نښتو ته اړ هم شي تر سره به یې کړي.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د توپونو او سپکو وسلو غږونه د تکریت ښار په څو کیلو مترۍ کې اورېدل کېږي.
د بدر سازمان مشر چې د ایران ملاتړ ورسره دی بي بي سي ته وویل، چې عراقي ځواکونه به په تکریت ښار کې پر داعش بریدونه وکړي.
د بي بي سي د خبریال په وینا، داسې ښکاري چې لا هم څو سوه داعش جنګیالي په تکریت ښار کې دي.
عراقي سرتېري تکریت ښار ته د نږدې کېدو په حال کې دي.۳۰۰ زره پوځیان۲۰ زره شیعه ملېشه او یو شمېر سني پوځیان په دغې ډله کې دي.
د عراق دفاع وزیر خالد العبیدي وړاندې بي بي سي ته ویلي و، چې د تکریت ښار بېرته نیول به د داعش ډلې پر وړاندې ستونزمنه مقابله وي.
تکریت ښار چې د عراق د پخواني مشر صدام حسین پلرنی ښار دی د دغه ښار سني وګړي په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د دولت پر ضد شول او دا چې د داعش ډله زوروه وه له هغوی سره یې همکاري پیل کړه.
دا چې ایران په پوره ډول د تکریت ښار په بېرته نیولو کې له شیعه پوځیانو سره مرسته کوي، د دغه ښار د سني اوسیدونکو اندېښنې یې راپارولې دي.
امریکایي چاراواکي هغو رپوټونو اندېښمن کړي چې بېرته نیول شوې ودانۍ د شیعه ملېشه وو له خوا سوځول کېږي.








