"اسلامي دولت" د ورېښمو پر لار لرغونی حضر ښار ویجاړ کړ

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عراق انبار ولایت کې سوېلي موصل ښار ته څېرمه "اسلامي دولت" ډلې د حضر لرغونی ښار او کنډوالې له منځه وړې دي.
د عراق ګرځندوی او لرغونو توکو ساتنې وزارت وايي، ددغه لرغوني ځای ویجاړو شویو لرغونتوکو ارزښت مالوم نه دی.
خو وزارت وايي، حضر ښار له ځمکې سره هوار شوی دی.
حضر ښار له میلاده نژدې دوه زره کاله مخکې جوړ شوی، چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په لست کې و.
داعش چې د عراق او سوریې پراخې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي، وايي، مجسمې او زیارتونه "بوتان" دي، چې په وینا یې باید ویجاړ شي او ځانونه ترې خلاص کړي.
حضر ښار د موصل په سوېل لوېدیځ کې شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره لیرې په یوه یوه برجور کلي کې پروت دی، چې د رومیانو د ښکېلاک پروړاندې یې دنګو دروازو دغه ښار له ویجاړۍ وساته.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ددغه ښار قدامت د سلوقي دولت ۲۰۰۰ کلن تاریخ ته رسېږي، چې له میلاد وړاندې په دویمه او درېیمه پېړۍ کې د اسکندر مقدوني تر مړینې وروسته جوړ شو.
اسکندر پر لوېدیځه اسیا واکمن شو، چې بیا یې واکمني سوریې، او هند ته هم وغځېده.
سلوقیانو له لرغوني یونان سره تقریباً یوشان کلتور درلود.

د عکس سرچینه، BBC World Service
حضر ته د اسلام تر رسېدا ورسته یې وګړي مسلمانان شول، چې د آسیا له لارې د ورېښمو مهمه سوداګریزه لاره پرې جوړه شوه.
"اسلامي دولت" په تېر جولای کې موصل ښار ونیو. موصل د عراق دویم تر ټولو لوی ښار دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service








