د عراق ملي موزیم تر ۱۲ کلنې تړل کېدا وروسته بېرته پرانیستل شو

د عکس سرچینه، Reuters
په بغداد کې د عراق ملي موزیم تر ۱۲ کلنې تړل کېدا وروسته بېرته د تېرې شبنې په ورځ پرانیستل شو.
عراقي چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د موزیم ګڼ لرغوني لوټل شوي توکي بېرته موندل شوي او رغول شوي دي.
د عراق ملي موزیم وروسته تر هغه بېرته پرانیستل شوی، چې "اسلامي دولت" ډلې د موصل موزیم د ځینو لرغونو توکو د ماتولو وېډیو خپره کړې وه.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي بغداد کې د ملي موزیم پرانیستل کېدو مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د موصل موزیم لرغونتوکو له ماتوونکو سره به جدي چلند وشي: "وحشي او مجرم ترهګر غواړي د عراق د بشریت او تمدن میراث له منځه یوسي، خو موږ به هغوی ته ددې عمل سزا ورکړو".
د موصل موزیم کې د لرغونو توکو تر تخریب وروسته، یونیسکو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو او د موصل موزیم د لرغونتوکو د ساتنې په اړه د ګام پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عراق د توریزم او تاریخي آثارو د وزارت مرستیال قیس حسین رشید د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د موصل موزیم لرغونتوکو په اړه د داعش کړنه ددې لامل شوه چې د بغداد موزیم ژر بېرته پرانیزو.
عراقي چارواکي اټکل کوي، چې د صدام حسین د واکمنۍ له ړنګېدا وروسته، د نارامیو په لړ کې د بغداد له موزیم نه نژدې ۱۵ زره لرغونتوکي غلا او لوټ شوي دي.
دغه چارواکي دا هم وايي، تر اوسه نژدې ددغو لرغونتوکو درېیمه برخه د بغداد موزیم ته بېرته ورستانه کړل شوي.
د بغداد مویم کې د موجوده تاریخي اثارو ټولګه کې هغه لرغونتوکي هم شته، چې د بین النهرین د اوه زره کلن تاریخ ښکارندوی دي.
بغداد او شاوخوا سیمې نژدې هره ورځ د ناامنیو او چاودنو شاهدې دي. د تېرې شنبې په ورځ په ورځ د بغداد شمال کې یوه برید لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








