عراقي ځواکونو له "اسلامي دولت" العلم ښار بېرته نیولی

له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې عراقي ځواکونو د تکریت ښار بېرته نیولو عملیات پیل کړي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې عراقي ځواکونو د تکریت ښار بېرته نیولو عملیات پیل کړي

عراقي ځواکونه له څلور ورځنیو پراخو عملیاتو کې د صلاح الدین ولایت مرکز تکریت ستراتیژيک ښار نیولو په موخه له "اسلامي دولت" نه د تکریت شمال ته پروت ستراتیژیک "العلم" ښار په بېرته نیولو توانېدلي دي.

د تېرې سې شنبې په ګهیځ عراقي پوځ د دجلې پر سېند پروت دغه ښار ته د شیعه ملیېشو په ملاتړ ننوتی دی.

د العلم ښار یوه چارواکي لیث الجبوري رویټرز ته په تیلیفون ویلي: "زه له العلم ښار نه غږېږم، او په رسمي توګه وایم چې دغه ښار اوس په بشپړه توګه د عراقي ځواکونو په واک کې دی، چې ولسي پاڅون او د ګاونډیو قبایلو بچیان هم ورسره ملاتړي دي".

دی زیاتوي، هیله یې دا ده چې د العلم ښار بېرته نیول د تکریت او موصل د "آزادولو" پیلامه شي.

عراقي پوځ صلاح الدین ولایت کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي، چې هدف یې له "اسلامي دولت" نه د تکریت او موصل ښارونو بېرته نیول په ګوته شوي.

تېر کال "اسلامي دولت" د عراق ډېری شمالي او لوېدیځې سیمې، چې مهم ستراتیژیک موصل ښار هم پکې راځي، تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

څو ورځې مخکې د "الدور" په نامه ښار هم د "اسلامي دولت" د جنګیالیو له لاسه ووت.

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې "ایران مهم رول لري، چې عراقي ځواکونو او شیعه جنګیالیو ته مشورې ورکوي او په وسلو يې سمبالوي".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ویل کېږي په دغو عملیاتو کې "ایران مهم رول لري، چې عراقي ځواکونو او شیعه جنګیالیو ته مشورې ورکوي او په وسلو يې سمبالوي".

د تکریت سوېل ته په "الحدیدیة" ښار کې د عراقي پوځ کاروانونه، چې رضاکاره جنګیالي او ولسي شیعه پاڅون کوونکي هم ورسره ملګري وو، لیدل شوي، چې ظاهراً یې د "العلم" ښار نیولو لپاره ملا تړلې وه.

د عراق پوځ، د پخواني ولسمشر صدام حسین پلرنی ټاټوبی تکریت، یو ستراتیژیک ښار بولي.

د پل الوځول

عراقي چارواکي وايي، "اسلامي دولت" د عراقي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي لپاره العلم ښار کې چاودېدونکي توکي او ماینونه ځای پرځای کړي دي.

ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي "اسلامي دولت" د دجلې پر سېند یوازېنی پل، د عراقي ځواکونو د مخته تګ د مخنیوي په موخه الوځولی دی.

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې "ایران مهم رول لري، چې عراقي ځواکونو او شیعه جنګیالیو ته مشورې ورکوي او په وسلو يې سمبالوي".

تېره اونۍ امریکايي جنرال مارټین ډیمپسي ویلي وو، له عراقي شیعه جنګیالیو سره د ایران پوځي همکاري کومه تازه خبره نه ده، خو د تکریت عملیاتو کې د تېر په پرتله په "شفاف" ډول ترسره کېږي.

د عراق پوځ تکریت ښار، چې د پخواني ولسمشر صدام حسین پلرنی ټاټوبی هم دی، یو ستراتیژیک ښار بولي.

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، د عراق پوځ تکریت ښار، چې د پخواني ولسمشر صدام حسین پلرنی ټاټوبی هم دی، یو ستراتیژیک ښار بولي.

امریکايي چارواکو ویلي، که چېرې د ایران مداخله د توکمیزو شخړو لامل نه شي، دا به یو مثبت بدلون وي.

د عراق په شمالي برخو کې کردي "پیشمرګه" ځواکونو هم د امریکا د هوايي ځواکونو په ملاتړ د "اسلامي دولت" هدفونه په نښه کړي دي.

رپوټونه وايي، پیشمرګه د کرکوک سوېل لوېدیځ کې د مخته تلو هوډ کړی دی.

د تکریت عملیاتو کې شیعه جنګیالیو هم برخه اخیستې

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د تکریت عملیاتو کې شیعه جنګیالیو هم برخه اخیستې