ملګري ملتونه د سوري وګړو ملاتړ کې "پاتې راغلي"

یوازې تېر کال د سوریې شخړو کې نژدې شپږ اویا زره کسان ووژل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، یوازې تېر کال د سوریې شخړو کې نژدې شپږ اویا زره کسان ووژل شول

مرستندویو سازمانو ویلي، ملګري ملتونه په سوریه کې د ولسي خلکو ملاتړ کې پاتې راغلي دي.

یوویشتو مرستندویو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعو ډلو پخپل یوه ګډ راپور کې د امنیت شورا په سوریه کې د ولسي خلکو د وژنې درولو په چاره کې پاتې بللې ده.

دوی وايي، امنیت شورا د سوریې ناورین کې اغېزمن شوي خلک په کړاوونو کې پرېښي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

دغه راپور چې د سوریې د شخړې د څلورم کال پوره کېدو په مناسبت خپور شوی، وايي، په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۱۴ کال کې د سوري دولت او مخالفانو ترمنځ تر ټولو ډېره خونړۍ جګړه وشوه، امنیت شورا د ولسي وګړو د کړاو ختمولو لپاره مناسب ګام وانخیست.

دغه سازمان وايي، که تېر کال امنیت شورا د سوري ملکي وګړو د ملاتړ لپاره درې پرېکړه لیکونه تصویب کړل، او په دې موده کې یې د سوریې ځینو برخو ته مرستې ورسېدې، خو دا چې سوري نظام بهرنۍ مرستې ولسي وګړو ته بندې کړې، ملګرو ملتونو هم ښه پلمه پیدا کړه چې د دولت له اجازې پرته دوی مرستې نه شي رسولی.

د سوریې شخړه او کورنۍ جګړه د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په سوله ییزو لاریونونو پیل شوه

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سوریې شخړه او کورنۍ جګړه د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په سوله ییزو لاریونونو پیل شوه

یوازې تېر کال د سوریې شخړو کې نژدې شپږ اویا زره کسان ووژل شول، چې د څلور کلنۍ جګړې د تلفاتو کچه دوه سوه او شل زره کسانو ته لوړه شوه، چې زیاتره پکې کورنۍ جګړه کې ګیر شوي ولسي وګړي وو.

دغه راپور اټکل کوي، چې دا مهال د سوریې خاوره کې تر دوولسو میلیونو ډېر ولسي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړ دي، او لازمه ده چې نړیوال مرستندویان هغوی ته مرستې ورسوي.

د سوریې جګړه کې زیاتره استوګنځایونه ویجاړ شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې جګړه کې زیاتره استوګنځایونه ویجاړ شوي دي

راپور وايي، له ۲۰۱۳ مخکې باید پنځو میلیون سوري ماشومانو ته، نړیوالې مرستې رسېدلې وای، خو زیاترو یې دغه مرستې نه دي لیدلې.

وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، د سوریې نژدې پنځه میلیون وګړي په داسې سیمو کې دي، چې هغوی ته رسېدل ګران کار دی او تېر کال دغو وګړو ته د بهرنیو مرستو لړۍ ټکنۍ او کمه شوې ده.

تېره ورځ، د بشري حقونو له سلو سازمانونو جوړې شوې ډلې د سوریې له بېلابېلو سیمو د سپوږمۍ په مټ اخیستل شوي انځورونه خپاره کړل، چې ښيي په زیاترو ښارونو کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې په پرتله د شپې مهال د رڼا او څراغونو کچه ۸۳ سلنه کمه شوې ده.

جګړې د څو میلیونو سوري ماشومانو ژوند تریخ کړی دی

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، جګړې د څو میلیونو سوري ماشومانو ژوند تریخ کړی دی
د حکومت مخالفان د سوریې دولتي ځواکونه د زیاترو ښارونو په ویجاړولو تورنوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د حکومت مخالفان د سوریې دولتي ځواکونه د زیاترو ښارونو په ویجاړولو تورنوي
حلب کې د حکومت ضد مخالفان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حلب کې د حکومت ضد مخالفان

دوی وايي، حلب ښار، چې د شپې مهال هدیره غوندې ښکاري، اقتصاد یې صفر ته راټیټ شوی دی.

په حلب ښار کې تېرو څلورو کلونو کې د ۲۵۰۰ ډاکټرانو شمېر یوازې ۱۰۰ ته پاتې شوی، نور یې یا وتلي او یا د بېلابېلو ډلو له خوا تښول شوي دي.

د حکومت مخالفان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د حکومت مخالفان

د عکس سرچینه، Reuters