سوریه کې بمبارۍ د ''نصرت جبهې'' قومندان وژلی

د عکس سرچینه،
په سوریه کې د ''نصرت اسلامي جبهه'' مني، چې یو جنګي قومندان ابو همام الشامي او درې نور قومندانان یې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
دغې ډلې د خپلو قومندانانو وژنه پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې اعلامیه کې اعلان کړې ډه.
د سوریې رسمي خبري رسنیو ویلي، حکومتي ځواکونو ابو همام الشامي په نښه کړی دی.
دوی وايي، الشامي په ادلب ولایت کې د قومندانانو د غونډې پرمهال ویشتل شوی.
رویټرز خبري اژانس د ټلوالې د سرچینو په حواله ویلي، د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوايي برید شمال لوېديځ ادلب ښار کې د نصرت جبهې د قومندانانو غونډه په نښه کړې ده.
خو د ایتلاف ویاند وايي، په تېرو څلریشتو ساعتونو کې دوی په ادلب کې هېڅ کوم هوايي برید نه دی کړی.
النصرت جبه د سوري ولسمشر بشار الاسد او د واکمن نظام پرضد تر ټولو قوي او جنګیره ډله ګڼل کېږي.
دغې ډلې په تېره چارشنبې د هوايي ځواکونو د استخباراتو د مرکزي قومندانې پر مرکز د لوی برید پړه ومنله.
نصرت جبهې د درو نورو وژل شویو قومندانانو نومونه ابو مصعب الفلسطیني، ابو عمر الکردي او ابو براء الانصاري اعلان کړي دي.
تر اوسه د هوايي برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) ادعا کوي چې دا برید د حکومتي ځواکونو له خوا شوی.








