یوه سړي د برتانیې د پارلمان پر بام شپه تېره کړه او ونیول شو

د عکس سرچینه، EPA
یو ۲۳ کلن سړی وروسته له هغه د جُرمي زیان اړولو او بې اجازې ننوتلو په تور ونیول شو چې، د برتانیې د پارلمان بام ته ختلی ؤ او هلته یې نژدې ټوله شپه تېره کړه.
د شنبه د شپې څه باندې نهه بجې وې چې دا سړی د پارلمان پر بام ولیدل شو او مرکچیان، پولیس او اور-وژونکي سیمې ته را وبلل شول.
د سکاټلنډ یارډ یا د لندن د پولیسو قومندانۍ وویل دا به وختي وي چې ووايي دې سړي ولې دا کار کړی دی.
دغه سړی د یکشنبه د سهار په پنځو بجو ونیول شو او په لندن کې د پولیسو یوه مرکز ته یوړل شو.
دا لومړی ځل نه دی چې د پارلمان بام ته یو کس خېژي. دغه بام ته پخوا مظاهره کوونکي ختلي او د بام له سره یې شعارونه ورکړي دي. یو ځل دغه بام ته هغه مظاهره کوونکي ختلي ول چې د هیترو په هوايي ډګر کې د دریمې ځغاست لیکې د جوړولو مخالفت یې کاوه.
خو داځل نه ده جوته شوې چې آیا دغه ځوان هم د مظاهرې تکل درلود که نه.
د بي بي سي خبریاله وايي دغه کس چې خړ کمیس او تور پتلون يې اغوستی ؤ پر بام دې خوا آخوا ګرځېده.
وړاندې تر دې چې پولیس یې ونیسي، هځه یې وکړه له ده سره خبرې وکړي.








