امریکا پاکستانی عابد نصیر د لندن بریدونو کې تورن بولي

د عکس سرچینه،
یوې امریکايي محکمې پاکستانی عابد نصیر، چې د بریتانیا له خوا امریکا ته سپارل شوی، په ځینو هېوادونو کې د بریدونو د سمبالولو او دسیسې په جوړولو تورن کړی دی.
په نیویارک کې څارنوالانو ۲۸ کلن عابد نصیر له القاعدې شبکې سره د مالي ملاتړ او توکو په چمتو کولو تورن کړ.
که چېرې پر عابد نصیر لګول شوي تورونه ثابت شي، د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.
ویل کېږي، داسې ثبوتونه هم شته، چې د اسامه بن لادن استوګنځي کې د نصیر په تړاو ځینې اسناد ترلاسه شوي، د بریتانیا د کورنیو استخباراتو بنسټ (آیم آی ۵) هم د نوموړي په اړه ځینې اسناد په ډاګه کړي دي.
څارنوالان وايي، نصیر پر ځینو لوېدیځو اهدافو د القاعدې د بهرنیو بریدونو سمبالولو کې ملاتړی و، چې یو هم نیویارک میترو سیستم او مانچسټر خرڅلاوځي کې د بریدونو سمبالول وو.
محکمه ادعا کوي، چې نصیر محکمې ته د خپلو تېرو کړنو په اړه د ځان په دفاع کولو کې"دروغ" ویلي، په تېره بیا دا یې رد کړې چې ګني له پاکستاني سخت دریځو سره یې اړیکه لرله.
یوې څارنوالې زینب احمد د مرافعې محکمې پرمهال وویل: "که چېرې موږ بریدګر نه وای درولی، نو نن به سلګونه ښځې، ماشومان او سړي نه وای".

د امریکا ځانګړو سمندري ځواکونو په ۲۰۱۱ کال پاکستان کې د اسامه بن لادن له استوګنځي داسې اسناد ترلاسه کړي، چې منچسټر کې د بریدونو په اړه هېڅ اشاره یا یادونه پکې نه ده شوې او نه هم د برید کوونکي نوم پکې ذکر شوی دی.
نصیر د بریتانیا ترهګرۍ ضد ادارې له خوا په شپږو کلونو بند محکوم شوی و، خو په ۲۰۱۳ کال یې د امریکا متحدو ایالتونو ته وسپاره.








