"پر ټویټر ۴۶ زره ګڼونونه د "داعش" اړوند دي"

د عکس سرچینه، Reuters
یوې امریکايي څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د تېر ۲۰۱۴ کال تر پایه، لږترلږه ۴۶ ټویټر ګڼونونه له "داعش" ډلې سره تړاو لري.
دغه څېړنه د "بروګینګ" انستیتوت له خوا د "ګوګل آیډیاز" په مالي ملاتړ چمتو شوې ده.
په څېړنه کې دا هم راغلي چې: "باوري یو چې د ۲۰۱۴ کال سپتمبر او دسمبر میاشتو ترمنځ، د "اسلامي دولت" د خواخوږو او ملاتړو له خوا ۴۶ زره ټویټر ګڼونونه (اکونټونه) جوړ شوي دي".
په ټویټر د پیغامونو له لیکلو په ډاګه شوې ده، چې ددغو ګڼونونو زیاتره چلوونکي په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي.
له دغې شمېرې ګڼونونو یې درې پر څلورمه برخه په عربي ژبه پیغامونه خپروي، ۲۰ سلنه په انګلیسي او ۶ سلنه په فرانسوي ژبه پیغامونه خپروي.
وايي، په اوسط ډول د "اسلامي دولت" ډلې ددغو ملاتړو د ټویټر ملګري شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته رسېدلي، په دې معنا چې دغه "عادي ګڼونونه" نه دي.
په راپور کې راغلي، د خواله په رسنیو، په تېره بیا ټویټر کې د "اسلامي دولت" د ډېر فعالیت له کبله ددوی ملاتړي او خواخوږي ډېر شوي دي.
د ۲۰۱۴ په وروستي فصل کې، د ټویټر شرکت له خوا له دغو ګڼونونو لږترلږه ۱۰۰۰ یې بند کړل شوي، خو ریښتینې شمېره شاید تر دې لوړه وي.
خو د راپور چمتو کوونکو له "ټویټر" شرکت غوښتي که څه هم لوېدیځو سیاستوالو او چارواکو پر ټویټر فشار راوړی، خو ددغو ګڼونونو د بندولو لړۍ دې ورو کړي.








