اوباما: ایران باید یوه لسیزه اتومي پروګرام کنګل کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وايي، که ایران غواړي، چې د خپل اتومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته ورسیږي، باید لږ تر لږه د لسو کلونو لپاره خپل اتومي پروګرام کنګل کړي.
نوموړی دا هم وايي، چې له اتومي پروګرامه د ایران د راګرځولو غوره لایحې لړ کې د امریکا او اسراییلو تر منځ څرکند اختلافونه موجود دي.
له برتانوي خبري اژانس رویټزر سره خبرو کې ښاغلي اوباما ویلي، چې اوسمهال د ایران اتومي پروګرام پر سر د هوکړې لپاره حالات موافق نه ښکاري.
داسې هم ویل کېږي، چې د سې شنبې په ورځ به د امریکا کانګریس ته وینا کې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له دغې هوکړې سره مخالفت وښيي.
خو ولسمشر اوباما وايي پروسږ کال، چې دغه لړ کې یوه موقته هوکړه کېده د اسراییلي لومړي وزیر لخوا یې مخالفت کول ناسم اقدام و.
' نتنیاهو نژدې ټولې ادعاوې وکړې، چې دا به خطرناکه هوکړه وي، پایله به یې ایران ته د ۵۰ میلیاردو ډالرو امریکايي مرسته وي او دا چې ایران به هوکړې ته ژمن پاتې نه شي، خو دې ټولو نه یوه خبره هم رښتیا ثابته نه شوه.' د نوموړي په خبره: په دغه مودې کې موږ ایران و نه لید، چې خپل پروګرام پر مخ بوځي او په ډېرو مواردو کې یې خپل پروګرام کې لږوالی راوستی دی.
د براک اوباما په وینا، د ایران اتومي پروګرام پر سر د امریکا او اسراییل تر منځ ژور اختلافونه شته ، خو وايي دغه شخړه به د واشنګټن او په منځني ختیځ کې د هغه تر ټولو نژدي اتحادي تر منځ اړیکي د تل لپاره اغیزمن نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty
نوموړي د دوشنبې په ورځ د امریکااسراییلي لابي ته وینا کې وویل، چې دی به امریکا کې د اسراییلو په اړه دوې رايې رامنځته کېدو ته فرصت برابر نه کړي.
د امریکا کانګریس کې ریپیبلیکن ویاند جان بوهینر د اسراییلو لومړي وزیر ته بلنه ورکړې، چې کانګریس کې وینا وکړي، خو دیموکراتان له دې نه ناخوښ دي.
امریکا برتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د ایران اتومي پروګرام بدل کې د بندیزونو نرمښت لپاره هوکړه غواړي.
دغه هېوادونه غواړي هغه اندېښنه له منځه لاړه شي، چې ګواکې ایران اتومي وسلې جوړول غواړي، خو ایران دغه څه ردوي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سویټزرلنډ کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د خبرو پر تګلاره خبرې کوي، چې د مارچ میاشتې ۳۱ مې له ضرب الاجل نه مخکې بشپړ شي.
د دې موخه د جون تر ۳۰ مې د نهايي هوکړې رامنځته کېدل دي.
امریکا غواړي د ایران اتومي پروګرام د لسو کلونو لپاره کنګل شي، خو اسراییل وايي دغه ډول هوکړه به خطرناکه وي.








