مودي: هېچا ته د مذهبي بریدونو اجازه نه ورکوو

ښاغلي مودي د سې شنبې پر ورځ ډیلي کې د عیسوۍ ډلو له خوا جوړ شوي یوه کنفرانس کې خبرې کولې.
د عکس تشریح، ښاغلي مودي د سې شنبې پر ورځ ډیلي کې د عیسوۍ ډلو له خوا جوړ شوي یوه کنفرانس کې خبرې کولې.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هوډ څرګند کړی چې ټولې مذهبي ډلې به خوندي ساتي، وروسته له هغه چې د دغه هېواد په پلازمېنه ډیلي کې پر کلیساګانو ګڼ بریدونه ترسره شول.

نوموړي په ډيلي کې د عیسویانو یوې ډلې ته په وینا کې وویل چې هغه له ټولو مذهبي ډلو غواړي چې نورو ته زغم او درناوی ولري.

هند کې د دسمبر میاشت راهیسې پر پنځو کلیساګانو بریدونه شوي خو دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مودي پر دغه مسله څرګندونه کوي.

شنونکي وايي د نوموړي واکمن هندو ملتپاله ګوند (بې جی پي) د هندو سخت دریځو چې لږه کي په نښه کوي، د مخنیوي لپاره کافي ګامونه نه دي پورته کړي.

پر ښاغلي مودي دا پړه هم اچول کېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د ګجرات په ایالت کې، چې هغه مهال یې دی مشر وزیر و، د مسلمانانو ضد بلوا د درولو لپاره اړین ګامونه پورته نه کړل.

په هغه تاوتریخوالي کې چې ویل کېږي د ګجرات په ګودرا سیمه کې په یوه اورګادي کې د اور لګېدو له امله د ۵۹ هندوانو وژل کېدو پارولی و، څه دپاسه ۱۰۰۰ کسان چې ډېری یې مسلمانان وو، ووژل شول.

ښاغلي مودي دغه تورونه رد کړي او هندي محکمو هم نوموړی په دې تړاو بې ګناه بللی دی.

پولیس وايي په پلازمېنه ډیلي کې یې د څه دپاسه ۲۰۰ کلیساګانو امنیت ټینګ کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پولیس وايي په پلازمېنه ډیلي کې یې د څه دپاسه ۲۰۰ کلیساګانو امنیت ټینګ کړی دی.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ ډیلي کې د عیسوۍ ډلو له خوا جوړ شوي یوه کنفرانس ته په خبرو کې وویل:

"زه د هر مذهب پر وړاندې تاوتریخوالی غندم. موږ به د دغه ډول تاوتریخوالي پر ضد سخت ګامونه پورته کړو".

"زما حکومت به هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي، که په اکثریت کې وي یا لږه کي وي، چې د نورو ټولنو پر ضد کرکه وپاروي".

ښاغلي مودي دا هم وویل چې "هر یو کس حق لري چې له زور او غیر ضروري اغېز پرته خپل د خوښې مذهب وساتي یا خپل کړي".

عیسوۍ ډلې تور لګوي چې وروستي بریدونه سخت دریځو هندو ډلو، چې د تېر کال په ټاکنو کې د ښاغلي مودي تاریخي ګټې هڅولي، ترسره کړي دي خو پولیس وايي په دې اړه شواهد ډېر کم دي.

دوی وايي په پلازمېنه کې یې د څه دپاسه ۲۰۰ کلیساګانو امنیت ټینګ کړی دی.