باراک اوباما د هند جمهوریت ورځې مراسمو کې

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک هند ته د خپل سفر په دویمه ورځ د هند جمهوریت ورځې مراسیمو کې برخه اخلي.
ښاغلی اوباما د متحدو ایالتونو لومړنی ولسمشر دی، چې د هند دغو کلنیو مراسیمو کې ګډون کوي. ښاغلی اوباما د یکشنبې په ورځ هند ته ورسېد.
داسې معلومیږي، چې د اوباما د دغه سفر مقصد د دوواړو اتحادي هېوادونو تر منځ د اړیکو تودول دي. د یکشنبې په ورځ دواړو هېوادونو یوه هوکړه وکړه، چې له مخې به یې امریکايي شر کتونه وتوانیږي، ملکي مقصدونو لپاره هند ته اتومي تکنالوژي ورکړي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي دا د همکارۍ یو نوی سفر دی. ښاغلی اوباما به د دوشنبې په ورځ وروسته د مهم اپوزیسیون کانګریس ګوند له مشرانو سره وویني او د سوداګرۍ اړوند یوې غونډې ته به وینا وکړي.
د جمهوریت ورځ هند کې د اساسي قانون تصویب په مناسبت لمانځله کېږي، چې ۱۹۵۰ کال کې د دغه هېواد له برتانیا نه خپلواکۍ تر لاسه کولو درې کاله وروسته تصویب شو.
پر راج پت یا شاهي سړک به شمله ور هندي پوځیان د دغې ورځې په مناسبت د رسم ګزشت مراسیم تر سره کړي.
د اتومي توغندیو په شمول به عصري هندۍ وسلې نندارې ته وړاندې شي. ولسمشر اوباما به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یو ځای د دغو مراسیمو ننداره وکړي.
د یکشنبې په ورځ د هند لومړي وزیر د ډیلي هوايي ډګر ته د ښاغلي اوباما رسېدو پر مهال د هغه تود هرکلی وکړ او کلکه غیږ یې ورکړه.
دواړو مشرانو څو ساعته د دفاعي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او بیا یې د ملکي اتومي انرژۍ هوکړې نوښت اعلان کړ. دغه هوکړه په ۲۰۰۸ کال کې چمتو شوې وه، خو په هند کې د امریکايي شرکتونو د مسوولیتونو څرنګوالي پر سر اختلافونو او یوې اتومي حادثې له کبله شپږ کاله وځنډېده.
اوس به له نورو قوانینو وضع کولو پرته د انشورنس ( بیمې ) یوه پراخه زېرمه رامنځته کېږي. دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د خپل منځي سوداګرۍ کچه به پنځه برابره زیاتوي، چې اوس په کال کې سل بیلیونه امریکايي ډالره ده. دغه راز به په دفاعي پروژو کې هم همکاري کوي.
هند ته د ښاغلي اوباما د سفر موده لنډه کړله شوه، چې نوموړی وکولای شي، د سعودي عربستان د پاچا عبدالله د مړیني له کبله هغه ته د درناوي وړاندې کولو لپاره ریاض ته سفر وکړي.
د دې معانا داده، چې ښاغلی اوباما او مېرمن یې مېشل اوس نه شي کولای د تاج محل لیدو ته لاړ شي.








