د هند ودې شمېرو اقتصاد پوهان حيران کړي

د عکس سرچینه، bbc
دولتي سرچينې ښيي د تېر کال په نسبت د هند اقتصاد ۷،۵ سلنه لوړ شوی دی.
د دغو شمېرو د حسابولو په اړه اندېښنې وې، د کورنيو توليداتو په دغو شېمېرو کې بيا وروسته تغير راغلی و.
اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی چې دا شمېرې بايد په دقيق توګه وڅېدل شي.
د تېرو دريو مياشتو اقتصاد لوړوالی بيا وکتل شو چې ۸،۲ سلنه لوړوالی پکې راغلی و. تېر کال دا شمېره ۵،۳ سلنه وه.
د هند وايي کلنۍ اقتصاد يې۷،۴ سلنه لوړ شوی دی.
د هند د کورنيو توليداتو د حسابولو نوې لار د کورنيو توليداتو څېړونکي حيران کړي دي. هند وايي دا نوی فارمول يې نړيوال سټنډرډ ته نژدې دی.
ځينې اقتصاد پوهان وايي دا شمېرې بايد په دقيق ډول وکتل شي. د هېچ ډي اېف سي بانک يوه اقتصاد پوه جوټېندر کول ويلي چې د دغو شمېرو دقيق والي تر پوښتننې لاندې دی.
"په روښانه توګه د دغو شمېرو د کتلو اړيتا ده، هېڅ کوم داسي شی نه دی بدل شوی چې په دې کچه اقتصادي وده وښي "
ويل کېدل چې هند له ۱۹۸۰ راپدېخوا تر ټولو ورو اقتصادي پرمختګ درلود. د هند اقتصاد نشوای کولای چې په ميليونو ځوانانو ته دندې پيدا کړي.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي د تېر کال انتخابات د ښه اقتصاد او بدلون په مټ ګټلي وو.
خلک اميدوار دي چې د نريندرا مودي حکومت به کړې ژمنې پوره کړي.








