اردن: له تبادلې مخکې باید د پیلوټ ژوند تایید شي

د عکس سرچینه، composite
جاپاني چارواکي د هغه غږیز پیغام شننه کوي، چې ادعا کېږي پکې د جاپاني ژورنالست کینجي کوټو په خوله دویم ځلې د اردني پیلوټ د وژلو ګواښ شوی دی.
پیغام کې ویل شوي، چې که اردن کې عراقۍ بندۍ سخت دریځې خوشي نه شي، پیلوټ معاذ الکساسبه به ووژل شي.
اردن ویلي چمتو دي، چې د خپل پیلوټ خوشي کېدو بدل کې یاده مېرمن خوشي کړي، خو وايي له دې مخکې باید تایید شي، چې پیلوټ ژوندی دی.
د جاپان وزیر یوشي هیدې سوګا وايي موږ هڅه کوو معلومه کړو، خو په غالب ګومان دغه غږ د کینجي ګوتو دی. داعش د اردني پیلوټ او جاپاني ژورنالست د وژلو لپاره ۲۴ ساعته ضرب الاجل ټاکلی و، چې تېر شوی او په کور دننه د جاپان او اردن دواړه حکومتونه له سختو فشارونو سره مخامخ دي.
د معاذ او کینجي وژنې ضرب الاجل د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیوي پیغام کې خپور شوی و.
په هغه ویډیو کې کینجي ویلي و، چې که اردن ساجده الرشاوي خوشي نه کړي، ده سره د ژوند ۲۴ ساعته پاتې دي او له اردني پیلوټ سره دې نه لږ وخت دی.
دغه ویډیو کې د تاوان غوښتنه نه ده شوې. داعش له دې مخکې یو برمته شوی هارونایوکاوا وژلی و، چې د هغه بدل کې یې ۲۰ میلیونه ډالره تاوان غوښتی و.
د بي بي سي خبریال فرینک ګارډنر خپل رپوټ کې کاږي، چې اردن حکومت دا مهال له فشار سره مخامخ دی.
دوی باید په ۲۴ ساعتونو کې باید پرېکړه وکړي، چې د پیلوټ خوشي کېدو لپاره القاعده غړې خوشې کړي او که نه.

د عکس سرچینه، AFP
داعش غواړي د القاعده دغه ښځینه غړې خوشې شي، چې د اعدام په سزا محکومه شوې ده. د دې معانا د ترهګرۍ پر وړاندې د ټیټېدو په توګه اخیستل کېږي.
ګارډنر په خپل رپوټ دغه راز کاږي، چې د اردن ډېری اوسېدونکي د داعش پر هدفونو د امریکا په مشري اییتلاف بمباريو پلوي دي.
خو دوی غواړي پیلوټ یې کور ته ستون شي او اردن د داعش خلاف جګړه کې برخه وانخلي.
د سې شنبې په ورځ د برمته شوي پیلوټ یو شمېر خپلوانو د اردن لومړي وزیر کور مخکې مظاهره وکړه او غوښتنه یې کوله، چې باید د داعش غوښتنې ومنلې شي.








