د اسرایلو او حزب الله ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي

راپورونه وايي د لبنان پر پوله د حزب الله جنګیالیو او اسرایلي ځواکونو تر منځ نښته کې دوه اسرایلي پوځیان او د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې یو اسپانوی کارکونکی وژل شوي دي.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو یو ویاند د "کړکېچ رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره د اعظمي اندازې زغم" غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې کارکونکی لانجمنې شبعا سیمې ته نږدې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې دغه سیمه کې د اسرایلو پر یوه کاروان توغندیز برید کې دوه اسرایلي پوځیان وژل شوي وو.
اسرایلي پوځ په ځواب کې د لبنان په سوېلي سیمو بمباري کړې ده.
حزب الله ویلي دغه توغندیز برید یې د سوریې د ګولان پر لوړو لس ورځې وړاندې د اسرایلو د هغه هوايي برید په ځواب کې کړی چې د دوی شپږ جنګیالي او د ایران د انقلابي ګارد یو جنرال په کې وژل شوي وو.
"ویرجنه پېښه"
د چارشنبې ورځې تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د اسرایلي ځواکونو د ګاډو پر یوه کاروان د شبعا په لانجمنه سیمه کې توغندیز برید وشو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
اسرایلي پوځ ویلي دوه پوځیان یې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. خو د لبنان د رسمي خبري اژانس هغه راپور یې رد کړ چې ګواکې یو پوځي یې ژوندی نیول شوی.
اسرایلي پوځ وویل دوی په ځواب کې پر پوله د حزب الله پر عملیاتي موقعیتونو هممهاله هوايي او ځمکني ګوزارونه وکړل.
سیمه کې د ملګرو ملتونو ویاند اندرې تېنېتي وویل: "موږ د دغې ویرجنې پېښې جزئیاتو په لټه کې یو".
نوموړي د وژل شوي امنیتي کارکونکي نوم څرګند نه کړ خو د اسپانیې لومړي وزیر مریانو رجوی پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي "په لبنان کې د یوه اسپانوي پوځي د وژل کېدو له امله ډېر خواشینی یم".
د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سیګرېد کاګ د امنیتي حالت په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه او "په بیړه یې په ټولو غاړو غږ وکړ چې له زغم نه کار واخلي او اوسنی حالت نور ترینګلی نه کړي".








