له 'داعش' سره د تړاو په تور امریکایۍ زنداني شوه

د عکس سرچینه، BBC World Service

د امریکا بوسټن محکمې یوه مېرمن له دې کبله په څلورو کلونو بند محکومه کړې،‌ چې په وینا یې له مسلمانېدو وروسته یې له اسلامي دولت سره د یوځای کېدو هوډ درلود.‌

ویل کېږي، مشکوکې په سوریه کې له اسلامي دولت سره د یوځای کېدو لپاره ملا تړلې وه.‌

۱۹ کلنې شانون کونلي د تېر کال په اپریل کې ترکیې ته د سفر کولو پرمهال نیول شوې. پر هغې تور دی چې له ترکیې نه سوریې ته تلله چې له اسلامي دولت سره یوځای شي.

کونلي ـ چې تر مسلمانېدو وروسته یې خپل نوم حلیمه اېښی،‌ منلې ده، چې له یوې ترهګرې ډلې سره یې د همکارۍ کوو لپاره نیت درلود.‌

دا وايي‌چې په تېرو کړنو پښېمانه شوې ده.‌

د محکمې قاضي ویلي، د حلیمې په حق کې د بند سزا صادرول د نورو کسانو د پند لپاره دی،‌ چې له داعش سره یوځای نه شي.

قاضي د حلیمې پر دې خبرې هم شک ښودلی چې ګني له جهاد نه په بشپړه توګه نظر اوښتی دی:‌

((له ډېر وخت راهیسې ګواښ د هغې د شخصیت یوه ځانګړنه وه))‌ چې د ده په وینا اوس حلیمه عقلي درملنې ته اړتیا لري.

کونلي په داسې حال کې محکمې ته راغله، چې حجاب یې اغوستی و،‌ خو له یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې سره یې د مادي همکارۍ پر هڅې پېښماني ښودلې ده.

کونلي له پنځو کلونو بند سزا سره مخامخېدای شي.

اسلامي دولت‌ مخکنی (داعش) دا مهال د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده.‌

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسلامي دولت‌ مخکنی (داعش) دا مهال د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده.‌

کونلي نرسه ده. هغې خپلې کورنۍ ته ویلي، چې د داعش له یوه تونسي جنګیالي یسر مویلحي سره د یوځای کېدو هوډ‌ یې درلود،‌ چې دواړو د انټرنېټ له لارې سره پېژندلي دي.

د ویلو ده چې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد جوړ شوي ایتلاف په وروستیو کې اعلان وکړ چې له اسلامي دولت سره ګڼ بهرني جنګیالي او وګړي یوځای شوي دي.

اسلامي دولت‌ مخکنی (داعش) دا مهال د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده.‌