اوباما: ''اسلامي دولت ډله به بالاخره ماته کړو''

د عکس سرچینه، Getty
ولسمشر بارک اوباما ويلي، چې د اسلامي دولت ډلې ماتول به وخت ونيسي، خو هېواد به يې چې د يوه پراخ ايتلاف مشري کوي بالاخره دغه توندلارې ډله کمزورې او ماتې ورکړي.
ولسمشر اوباما د امريکا ګانګرس ته چې د دواړو خونو استازي په کې وو، په خپله کلنۍ وينا کې له کانګرس وغوښتل چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د زور کارولو اجازه ورکړي.
ښاغلي اوباما وويل د امريکا په مشرۍ ايتلاف اوس په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
ده وويل: ''په منځني ختيځ کې په يوه بله ځمکنۍ جګړه کې د کېوتو پر ځای موږ په يوه پراخ ايتلاف کې چې عرب هېوادونه هم په کې شامل دي، ښکېل يو. موږ په سوريه کې د هغې ازاد خيالې مخالفې ډلې ملاتړي يو، چې په دغو هڅو کې يې زموږ ننګه کړې ده''.
ولسمشر اوباما وويل: ''په هر هغه ځای کې د خلکو ملاتړ کوي، چې د توندلارۍ د نظريې پر خلاف راولاړېږي. دغه هڅې به وخت واخلي، جدي پام بايد ورته وشي، خو موږ به بريالي کېږو''.
ده وويل له کانګرس نه غوښتنه کوم د اسلامي دولت ډلې پر ضد زور کارولو ته په اجازې ورکولو دا وښيي چې په دغه ماموريت کې موږ او زموږ متحدين ټول په ګډه ولاړ دي.
د امريکا ولسمشر زياته کړه له پاکستان نه نيولې تر فرانسې له ټولو هغو کسانو سره امريکا ولاړه ده، چې د ترهګرۍ له امله قرباني شوي دي.
بارک اوباما ټينګار وکړ چې امريکا په ټولو ترهګرو پسې ده، د دوی د شبکو ختمولو لړۍ يې پيل کړې او ټول هغه کسان به له منځه وړي، چې امريکا او يا هم د امريکا ايتلافي غړو ته خطر وي.
ده د ګوانتانامو زندان د تړلو ژمنه یو ځل بيا تکرار کړه. ښاغلي اوباما په خپله لومړی کلنۍ وينا کې هم د دغه زندان د تړلو اعلان کړی و، خو لا تراوسه نه دی بند شوی او ۱۲۲ کسه په کې زنداني دي.
د ايران اتومي پروګرام
د ايران د اتومي پروګرام په اړه د امريکا ولسمشر وويل: ''له موږ سره د داسې يو جامع تړون فرصت شته، چې له مخې يې په اتومي وسلو سمبال ايران ژغوري او د امريکا او اسراييلو په ګډون د دوی متحد هېوادونه خوندي کوي''.
د کانګرس له لوري پر ايران د نويو بنديزونو په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وويل د تازه بنديزونو لپاره هېڅ توجيه نه شته او هر هغه مسوده به ويتو کړي چې د روانو خبرو لپاره خطر جوړوي.
ده دا هم وويل چې د دې هېڅ ضمانت نه شته چې په دې برخه کې به خبرې بريالۍ شي، خو ويې ويل له اتومي وسلو د ایران راګرځولو لپاره ټول غوراوي شته دي.








